شعـــــرونهپښــــتو ادب

الوتل – حلميار

حمدالله حلمیار
له خیال څخه مي زړه زده کړل سینه کي الوتل
نصیب دشوپرکو وي په شپه کـــــــــي الوتل

بس خوب دازادۍ وینې او ټک وهي وزرنه
آه څنګه به څوک وکا په پنجره کي الوتل

ساقي ستا فلسفه چي لیونتوب نه ده نو څه ده
په جام کي ډوبیدل او په نشه کي الوتل؟

دا ډیره ناځواني ده چي په پټو سترګو غواړو
دسولې له کوترې په جګړه کـــــي الوتل

ما ځکه حلمیاره! پریکول خپل وزرونه
ممنوع مي وو د ژوند په جزیره کي الوتل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x