هلمند: د لادرکه سوي برتانوي عسکر مړی وموندل سو
نن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو هغه سرتیری چي تیره شپه په هلمند کي لا درکه سوی وو، نن يې مړی وموندل سو.
د ایساف د رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کي نن وویل شوه، چي هغه عسکر چي تیره شپه د افغانستان په جنوب کي ورک شوی وو، د هغه مړی يې تر لاسه کړی.
په خبرپاڼه کي دا نه دي راغلي، چي وژل شوی عسکر د کوم هیواد تابعیت درلود،
خو د انګلستان وزارت دفاع اعلان وکړ چي نن د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې د یوې قرارګاه څخه ورک شوی انګریزي عسکر مړی د سخت لټون وروسته په داسي حال کي وموندل سو، چي په مرمیو ویشتل شوی وو.
د یادوني وړ ده چي د طالبانو ویاند قاري یوسف ویلي وو، چي دوی دغه عسکر تر نیولو وروسته وژلی وو.
ددغه عسکر د وژلو وروسته په روان میلادي کال کي د بهرنیانیو په وینا ۲۸۵ بهرني عسکر ووژل شوه، چي د طالبانو په وینا دغه شمېر تر دې ډیر زیات دی.