افغانستان

غور: د اربکیانو بشپړ کلی طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه، ۱، ۱۳۹۳ل): د غور مرکز ته څېرمه د شویچ د سیمې ټول اربکیان له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ویلي چې د شویچ سیمه چې نږدې دوه زره کورنۍ پکې مېشتې دي او شاوخوا دوسوه مسلح اربکیان يې لرل، په ټولیز ډول طالبانو ته تسلیم شوي دي او خپلې وسلې يې هم ورسپارلې دي.

په شویچ سیمه کې د دې اربکیانو عمومي قومندان احمد شویج پخپله په کابل کې اوسېږي، خو سلګونه افراد يې تېره ورځ  د طالبانو ملګری شو.

په همدې مناسبت په شویچ کې د جوړه شوې غونډې په اوږدو کې تسلیم شویو اربکیانو د طالبانو ملاتړ اعلان کړ او له دولتي دندې ته يې شا کړه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی له طالبانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ترڅنګ به درېږي او تر خپله وسه به يې هر ډول مرسته کوي.

خبر پاڼه زیاتوي: «نوموړو د یوې پراخي غونډي په  مهال کلک هوډ څرګند کړ او له مجاهدینو سره یې په  دې خبره بیعت  وکړ چې نور به  د ژوند تر پایه  د اسلامی امارت  مجاهدینو همکارۍ  ته  دوام ورکوي تر څو په ګران هیواد افغانستان کې یو سپیڅلی اسلامي نظام حاکم شي.»

د اربکیانو دغه بشپړ کلی په داسې حال کې د طالبانو تر واک لاندې راځي، چې په امنیتي برخه کې د افغان حکومت ډېره تکیه په اربکیانو ده .

یاده دې وي په دې وروستیو کې د اربکیانو پر تسلیمي او له دندو پر تېښتو سربېره په لوګر، غزني او زابل کې د اربکیانو ګڼ عمومي قومندانان د طالبانو له لوري په نښه شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close