افغانستان

اشرف غني له جنرال دوستم سره په دوه ورځني سفر ترکمنستان ته روان شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر پرون ولسي جرګې ته جنجالي کابینه معرفي کړه او نن له خپل لومړي مرستیال سره په دوه ورځني سفر د هېواد شمالي ګاونډي ترکمنستان ته روان شو.

اشرف غني نن د خپل لومړي مرستیال او یوه پلاوي په ملتیا د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته روان شو، چې پکې به د هغه هېواد له ولسمشر او لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

نوموړی به له ترکمنستان سره په اقتصادي همکاري او سوداګريزو لارو چارو وغږېږي او هم به د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره له خپل سیال قربان قلي بردي محمدوف سره وګوري.

له اشرف غني سره په دې سفر کې د هغه لومړ مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د ګډ حکومت د بل مشر مرستیال محمد محقق، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکوونکی او د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د اشرف غني اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال او ګڼ نور لوړپوړي دولتي چارواکي ملګري دي.

تر دې وړاندې اشرف غني چین، پاکستان او عرب متحده اماراتو ته د سولې په پلمه هم سفرون کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x