طالبان: د چارلي ابدو ګستاخانه چلند د بیان له ازادۍ سره هیڅ تړاو نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): طالبانو « د بیان آزادي که د بیان اهانت!» تر سرلیک لاندې پخپله اوونیزه تبصره کې ویلي، چې د چارلي ابدو ګستاخانه چلند د بیان له ازادي سره هیڅ تړاو نه لري.

په تبصره کې راغلي چې د بیان ازادي او د بیان د تېري تر منځ توپیر شته، چې پکې د چارلي ابدو د مجلې له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شانه کې ګستاخانه حرکات يې پر بیان تېری بللی دی.

د دې تبصرې له مخې د بیان ازادي د هر انسان مسلم حق دی، تبصره وړاندې لیکي: «د بیان ازادي د خپلو روا حقوقو، غوښتونو، افکارو او خیالاتو اظهار او د ظلم په وړاندې له ځان څخه د دفاع کولو حق ته ویل کیږي، دا د هر انسان مسلم حق دی.»

په تبصره کې د چارلي ابدو د مجلې له لوري د اسلامي ارزښتونو په شان کې ګستاخانه چلند، حماقت، لېونتوب او نه بښوونکی جرم بلل شوی دی او لیکلي يې دي چې دا د بیان له ازادي سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې د بیان سپکاوی دی.

د طالبانو په دې اوونیزه تبصره کې په مسلمانانو غږ شوی، چې د دې ستر ظلم په وړاندې باید د قران کریم او نبوي سنتو پر عمل لا کلک ودرېږي او د رسول الله صلی الله وعلیه وسلم د لارې د لا ټينګېدو غږ يې کړی دی.

تبصر زیاتوي: «مسلمانانو ته په کار ده چې په قرآن کریم او سنت نبوي ارشاداتو عمل وکړي او د خپل دین د استحکام او خپرولو لپاره مټې راونغاړي د نبي کریم صلی الله علیه و سلم سیرت خپل کړي، د هغه په نقش قدم روان شي، د جاهلانو د کړنو په وړاندې ثابت قدمه واوسي، دا حالات هرو مرو بدلیدونکي دي، مسلمانان د مکې د قریشو له هغه جهالت نه خبر دي چې د سولې په لوظنامه کې يې د بسم الله الرحمن الرحیم او د محمد رسول الله د کلمې مخالفت کاوه، مګر الله تعالی رسول الله صلی الله علیه و سلم او مؤمنانو ته پر دین صبر او استقامت ورکړ او د دوو کلونو په اوږدو کې حالات د اسلام په ګټه بدل شول.»

فرانسوي مجلې چارلي ابدو د دویم ځل لپاره د اسلام  ستر پیغمبر او د انسانیت عظیم رهبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکاتوران خپاره کړل، چې په ګرده اسلامي نړۍ کې يې د مسلمانانو احساسات را وپارول.

په داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ ډېری مشرانو د ګستاخانه حرکت وغانده، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چارلي ابدو په دفتر برید او د دې کاریکارتونونو د غچ اخیستنه وحشت وباله او د فرانسویانو په غم يې ځان شریک وګاڼه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د