افغانستان

شيعه ملېشو د يمن ولسمشرۍ ماڼۍ ونيوله – تفصيلي راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه، ۱، ۱۳۹۳ل): يمن کې ايراني پلوو «حوثي»شيعه مليشو د څو ورځې پرله پسې جګړو وروسته د يمن پلازمېنه صنعاء کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نيولې او د ولمسمشر عبد ربه منصور هادي کور يې محاصره کړی دی.

تېر ماښام حوثي ملېشو پر ولسمشرۍ ماڼۍ خونړی بريد وکړ، چې د جګړې پر مهال يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظتي ګارد دوه ساتونکي ووژل او له څه وخت مقاومت وروسته حوثي ملېشې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتې او ګڼ دولتي چارواکي يې يرغمل کړي دي.

صنعاء کې د الجزيرې خبريال وايي، چې حوثي ملېشو پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ولسمشرۍ ماڼۍ مهم ځايونه او د وسلو زېرمتون يې نيولی دی.

يمن کې مظاهرې

تېره ورځ د يمن پلازمېنه صنعاء، تعز، عدن او ګڼو نورو ښارونو کې يمنيانو مظاهرې او لاريونونه وکړل او د پلازمينې د امنيتي حالاتو په اړه يې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.

مظاهره چيانو پر پخواني شړل شوي ولسمشر علي عبدالله الصالح او ايران پلوو شيعه حوثي ملېشو تور ولګاوه، چې په ګډه د صنعاء امنيتي حالات خرابوي او غواړي پلازمينه صنعاء او ګرد هېواد د شخړو او کورنيو جګړو ډګر وګرځوي.

عدن ولايت کې مظاهره چيانو د حوثيانو د مشر لارښود عبدالملک حوثي انځور پورته کړی و او شعارونه يې ورکول، چې د يمن راتلونکی دغه ايران پلوه شيعه ډله نه شي ټاکلی او د دغو ملېشو له لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ نيول يې پر ولسمشر عبد ربه منصور هادي کودتا بللې ده.

د حوثيانو مشر: زموږ ارمانونه سرحد نه لري

يمن کې د شيعه حوثي ملېشو مشر عبدالملک حوثي وايي، چې د دوی انقلاب سرحد نه لري او د جګړې او سولې پرېکړه د دوی په خپل واک کې ده.

تېره ورځ د حوثي ملېشو له لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ له نيولو وروسته عبدالملک حوثي په خپله تلويزوني وينا کې د يمن د سولې لپاره څلور ټکي په ګوته کړل او يرغمل شوی ولسمشر منصور هادي يې په فساد او استبداد تورن کړ او زياته يې کړه، چې د نوموړي په اړه هر ډول پرېکړه له امکانه لرې نه ده.

حوثي زياته کړه، چې د يمن د راتلونکې پرېکړه به دوی کوي او تر څو چې د دوی غوښتنې نه وي هېواد کې امنيت نه شي راتلی.

عبدالملک حوثي وايي، چې د دوی ارمانونه او غوښتنې سرحد نه لري او تر هغو به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې خپل روحاني دولت يې نه وي جوړ کړی.

يمن کې د حوثيانو پرمختګ د ايران په مرسته روان دی

د ایران د مذهبي مشر اية الله علی خامنايي د نړيوالو چارو سلاکار علي اکبر ولايتي وايي، چې يمن کې د «انصار الله» شيعه ايران پلوې ډلې حوثيانو پرمختګ د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې روان دی او دوی د دغې ډلې تر شا ولاړ دي او هر ډول مرستې ورسره کوي.

علي اکبر ولايتي د ايران پلازمېنې تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د انصار الله «حوثيانو» پرمختګ يو تاريخي نوښت دی او خلک هم بايد په دې پوه شي، چې دغې ډلې سره د ايران هر ډول مرسته او لاسنيوی شته.

د ايران رسمي خبري رسنۍ د ولايتي له قوله وايي:« انصار الله به يمن کې هغه شان د ایران د ګټو ملاتړ کوي، لکه حزب الله يې چې لبنان کې کوي.»

ايراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د سيمې هېوادونه تور لګوي، چې شيعه وسله وال حوثيان د ايران د ګټو لپاره يمن کې جګړې کوي.

د حوثيانو پرمختګ د سعودي لپاره ستر ګواښ دی

د منځني ختيځ د چارو کارپوه او د ګارډين ورځپاڼې ليکوال نېل پيټريک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان د اسلامي دولت پر ضد نړيوال ايتلاف کې ستره ونډه لري، مګر دا کار د سعودي په زيان دی، ځکه چې سعودي اسلامي دولت ځپي، مګر بل پلو ايران پلوې شيعه مليشې د سعودي سويل يمن کې مخ پر وړاندې روان دي او دغلته د سعودي پلويان او حکومت يې کمزوري کړي دي.

نېل پيټريک زياتوي، چې د حوثيانو پر مختګ د سعودي عربستان لپاره ستر ګواښ دی.

د پيټريک له قوله، سعودي عربستان سيمه کې اسلامی دولت او نورو جهادي ډلو سره دښمني پالي او دا کار د ايران په ګټه دی؛ ځکه چې ايران غواړي، سيمه کې سني جهادي ډلې له منځه يوسي او ميدان به عراق، شام او يمن کې ایران پلوو مليشو او حکومتونو ته پاتې شي.

پيټريک ټينګار کوي، «د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو له امله سعودي له کورنيو او بهرنيو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې سعودي ولس هم د دغې روانې جګړې پر ضد دی او هغه خلک له اسلامه وتلي بولي، چې د بل مسلمان په وژلو کې مرسته کوي او همدا رنګه يمن او شام کې ايران پلوه شيعه ملېشې او د بشارالاسد حکومت د سنيانو پر ضد قوي پوځيعمليات کوي او دا هر څه د ايران په ګټه او د سعودي عربستان په زيان دي».

حوثيان څوک دي؟

انصار الله ډله، چې په يمني حوثيانو پيژندل کيږي، ۱۹۹۲م کال د حسين حوثي له خوا جوړه شوې او يمن کې د ايران په مرسته د حکومت او ولسي سنيانو پر ضد وسله وال عمليات کوي.

راپورونه وايي، چې دغه ډله يمن کې د سنيانو پر کورونو بريدونه کوي او د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني او کورونه يې لوټي او تر اوسه د سعودي عربستان، امريکا او نړيوالو بشري ټولنو په ګډون هيچا د حوثيانو د ظلمونو او تېريو په اړه څه نه دي ويلي.

دمنځني ختيځ د چارو کارپوهان وايي، چې د حوثيانو د وسله وال پاڅون ستره موخه د يمن پر ځای سعودي عربستان دی او د وخت په تېرېدو به دغه هېواد کې هم خپل قوي فعاليتونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سعيدالرحمن

سبحان الله يا الله ته د مسلمانانو
حامی او ناصر او مدد گار شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x