نظــر

حماس او اخوان المسلمين بايد خپله تېروتنه ومني

ژباړن: احمد جرس

د حماس جهادي ډلې هغه مهال ګرده نړۍ حيرانه کړه، چې تېره اونۍ يې پاريس کې پر چارلي ابدو کارټوني اسلام دښمنه مجلې د درې عربي الاصله فرانسوي مسلمانانو بريدونه وغندل او دوی هم د اخوان المسلمين په تقليد د چارلي ابدو مجلې له وژل شوو کسانو سره خپله غمرازي څرګنده کړه او دا يې د بې ګناه خلکو وژنه وبلله، مګر د حماس د دې ګام هم سرچپه پايله راووته او تېره دوشنبه د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزير بروکسل کې د تروريزم ضد يوې غونډه کې د اروپايي محکمې هغه پرېکړه وغندله، چې د حماس نوم يې د تروريزم له ليسته لرې کړی دی.

حماس جهادي ډله هيڅکله تروريستي ډله نه وه، بلکې حماس د اسراييلي ښکېلاک پر وړاندې د مقاومت يوه غښتلې ډله ده او حماس د نورو فلسطيني ډلو پر خلاف خپل فدايي بريدونه يوازې په فلسطيني خاوره کې د اسراييلي يرغلګرو پر ضد کوي او سره له دې اسراييلي جاسوسي شبکې د دوی پر مشرانو له فلسطينه بهر هم بريدونه کوي او لنډ مثال يې دوبۍ کې د شهيد محمود مبحوح ترور او له هغې وړاندې د اردن پلازمېنه عمان کې د خالد مشعل د ترور هڅه وه.

لويديځ تل موږ پر دې ملامتوي، چې موږ عرب او مسلمانان نړيوال قانون او اصولو ته درناوی نه لرو، مګر دغه ناصحان په خپله بيا د خپلو ګټو لپاره د هيڅ قانون درناوی نه کوي، بلکې د اسراييلو د غوښتنو او امرونو لپاره نړيوال قوانين او محکمې په لغتو وهي او د اسراييلو امر په سر سترګو مني.

اروپايي محکمې پرېکړه کړې، چې د اروپايي حکومتونو دا پرېکړه، چې حماس جهادي ډله يې په تروريستانو کې شمېرلې او د هغوی مالي سرچينې يې ور کنګل کړي، دا ټولې کړنې نا قانونه او د اروپايي قوانينو خلاف دي.

اروپايي محکمې زياته کړې، چې د لويديځو حکومتونو پرېکړه د اسراييلي حکومت او اسراييلي رسنيو په استناد شوي او دا هيڅکله د دې دليل نه شي کېدای، چې حماس دې د اسراييلو په خوله تروريست شي، نو له همدې امله د اروپايي حکومتونو پرېکړه باطله ده.

دا طبعي خبره ده، چې د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتنياهو د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو هر کلی کوي؛ ځکه چې د لويديځو حکومتونو وزيران د اسراييلو په لارښوونه او امر چليږي او هيڅکله د خپل ولس او خپلو ګوندونو امرونو ته ژمن نه دي، نو موږ په لنډو ټکو ويلی شو، چې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې لا وار د مخه د اسرييلو له لوري پلان شوې وې.

حماس د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزير څرګندونې رد کړې او دا يې د اسراييلو څرګنده پلوي وبلله.

د عربو او مسلمانانو دا هڅه چې لويديځ به عدالت، مساوات او خپلو شرعي غوښتنو ته قايل کړي، يوه بې ګټې هڅه ده او هيڅ معنا نه لري او مسلمانان چې هر څومره له خپلو اصولو او غوښتنو ورتېريږي، غربيان نور هم په خپلو خبرو ټينګيږي.

ښه نمونه يې امريکا ده، چې ګردې نړۍ ته د ازادۍ او بې پرې توب درسونه ورکوي، مګر په خپله يې د حماس د مالي مرستو د بندولو امر کړی او نړيوالې جنايي محکمه کې يې د فلسطين د عضويت مخالفت هم کړی دی او داسې شک يې څرګند کړی، چې فلسطين د دې اهليت نه لري، چې د نړيوالې جنايي محکمې عضوه شي؛ ځکه چې فلسطين د امريکا له نظره يو رسمي دولت نه دی.

همدا رنګه د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جون بريډ هم نړيواله جنايي محکمه کې د فلسطين عضويت غندلی او په دې اړه يې د اسراييلو رسمي ملاتړ اعلان کړی دی.

په لنډو ټکو ويلی شو، چې حماس او نور اسلامي ګوندونه چې هر څومره هڅې وکړي، چې غرب خوښ کړي او حتا که بيخي له ځانه د جنت پسه هم جوړ کړي، خپلې ګردې وسلې ويجاړې کړي او خپله نظامي څانګه له منځه يوسي، مګر بيا به هم تر هغو د امريکا او غرب له نظره تروريستان وي، تر څو چې د اسراييلي ښکېلاک مخالفت او د ازاد فلسطين غوښتنه کوي.

اوس که موږ په رام الله کې ګورو، نو د محمود عباس امنيتي چارواکي د اسراييلي غاصبو استوګنو ساتنه کوي، چې څوک پرې «تروريسي» بريد ونه کړي، د اسراييلو لپاره د دوو توتانو اهميت هم نه لري او نړيواله جنايي محکمه کې يې د فلسطين قوي مخالفت وکړ او اوس خو بايد فلسطينيان له خپلو تېروتنو عبرت واخلي.

څوک تروريست دی او څوک نه دی؟ دا پرېکړه اروپايي محکمې او حکومتونه نه، بلکې اسراييل کوي.

حماس، اخوان المسلمين او ټول اسلامي ډلې بايد پر دې حقيقت اعتراف وکړي.

د رأي اليوم تحليلي ويبپاڼې سر مقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدرحیم

اسلام علیکم : تاسو یواځی د اسلامي حرکتونو نیمګړتیاوي بیانوي او بیایی ډیر تاکید پر دي کوي چي پر خپلو خطا وو اعتراف وکړي: ولي دهغه دلاسته راوړونو څخه هیڅ یادونه نه کوي زه دځینو مسایلو یادونه کوم اخوان او حماس چي دکلونو کلونو راهیسي د اسلام لپاره مبارزه کوي او کوښش کوي چي دیو اسلامي حرکت په حیث داسي تمثیل وکړي چي دغرب ټولي رسني د پی بیي سي څخه تر سی این این پوري هیڅ داسي شي نه شي پري پیداکولای چي د اسلام د بدنامولو لپاره یی په دوي پسي نشر کړي په داسي حال چي ځینی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x