افغانستان

په پکتيکا کې سرحدي پوليسو دوه بهرني جنګيالي او يو كس د ښځو په جامو کي ونېول

afghan_army_rangerابدالي محزون

پکتيکا چنګاښ ١٣،  ٩٠

نن سهار ددې ولايت دګيانې  ولسوالۍ په سرحدي لواړه سيمه کې دسرحدي پوليسو له لوري دوه بهرني جنګيالي نېول شوي دي.

دسرحدي پوليسو يوتن چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط نن اسيا ته وويل ،چې  نېول شويوکسانو چې دګاونډي هېواد پاکستان اوسېدونکي دي غوښتل چې په ياده سيمه کې دسرحدي پوليسو پرپوسته وسلوال بريدوکړي ،چې دسرحدي پوليسو له لوري ونېول شول .

ديادې سرچينې په قول ، له نېول شويوکسانو څخه دوه عرادې موټرسايکل ،دوه ميله وسله او يوه پايه مخابره هم ترلاسه شوې ده .

ددولت ضد کومې وسلوالې ډلې تراوسه ددې کسانو دنېول کېدو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.

دغه بهرني کسان په داسې مهال دسرحدي پوليسو له لوري نېول کيږي ،چې تېره ورځ هم دپکتيکا ګاونډ خوست ولايت کې پريوه کور له وسلوال بريد وروسته يو بهرنۍ تبعه په ټپي حالت کې دملي اردوله لوري نېول شوی وه .

لواړه سيمه د پکتيکا ولايت د ګيانې ولسوالى يوه سرحدي سيمه ده چې د پاکستان دشمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري

د یو بل خبر سره سم د پکتيکا ولايت د برمل په سرحدي ولسوالى کې امنيتي ځواکونو يو شکمن تن چې د ښځو کالي يې پر تن وو ونيوو.

د شکين ولسوالى ولسوال محمد عظم وويل چې ياد تن د برمل ولسوالى په کارېزګې نومي سيمه کې نيول شوي ده.

ولسوال وويل چې امنيتي ځواکونه پر ګزمه بوخت وو چې ياد کس يې وليد چې د ښځو کالي يې پر تن دي چې له  پيژندلو وروسته يې ونيو.

د امنيتي ځواکونو قوماندان اسحاق وويل چې ياد تن غوښتل چې په سيمه کې ځانمرګى بريد تر سره کړي.

د قوماندان په خبره چې نوموړى تن اولس کلن دى او پولېسو ترې څيړنې پيل کړيدي.

نيول شوى تن نن  د شکين ولسوالى په انګړ کې د يادې ولسوالى د قومي شورا غړو ته په هغه کاليو کې چې پکې نيول شوى وو وښود.

د يادونې وړ ده چې يو کال وړاندې هم يادو ځواکونو د برمل ولسوالى د مرغې په سيمه کې يو تن د ښځو په کاليو کې نيولى وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x