افغانستان

کندوز: په امام صاحب کې لا هم خونړۍ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): د کندوز چارواکي وايي چې له نږدې پنځو ورځو راهیسې لا هم په امام صاحب ولسوالي کې د طالبانو او عسکرو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

د کندوز د امام صاحب ولسوالي ولسوال امام الدین قریشي وايي چې تر اوسه پورې پکې دوه د اردو عسکر او دوه اربکیان وژل شوي او شپږ نور اربکیان ټپیان دي.

د هغه په خبره سره له دې چې طالبانو دوه کلي او ځینې پوستې نیولې خو په جګړه کې تر اوسه درویشت طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي و، چې دوی دوه کلي او څلور پوستې بشپړې تر واک لاندې کړې او د اربکیانو روزنځی او یوه پوسته تر محاصرې لاندې ده.

د کندوز چارواکي هم وايي چې جګړه د اربکیانو په هغه روزنځي روانه ده چې څو کاله وړاندې امریکایانو جوړ کړی و.

د امام صاحب د ولسوال په وینا که طالبان د دې مرکز په نیولو بریالي شول نو په اسانۍ سره د تخار ولایت په خواجه غار کې هم عملیات کولای شي.

د امام صاحب په ولسوالي کې په روانه جګړه سربېره په خان اباد ولسوالي کې هم پرون ټوله ورځ جګړه روانه وه، چې د کندوز د والي په وینا د اربکیانو په ملاتړ يې د طالبانو د وړاندې تګ مخه ونیوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وايي چې دوی پرون د خان اباد په ایشانټوب او زرکمر سیمو کې د ماښام تر شپږو بجو جګړه کړې ده، چې لس تنه عسکر يې ځای پر ځای وژلي او شپږ نور مرګوني ټپیان شوي دي.

د مجاهد په قول په دې جګړه کې دوه ټانګونه او یوه رینجر موټر بشپړ له منځه تللي.

دا په داسې حال کې دی چې په غور ولایت کې د شويچ د سیمې ټول اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x