fbpx

په افغانستان کې له دندې وروسته برتانوی ضابط خپل جنس له نارینه څخه ښځینه ته بدل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): یوه برتانوي ضابط چې په افغانستان کې دنده پوره کړې، او بیرته خپل هیواد ته ستون شوی، خپل جنس یې له نارینه څخه ښځينه ته اړولی.

دغه برتانوی عسکر چې ښځینه نوم یې د ځان (حنا وینتربورن) ایښي، ۲۷ کاله عمر لري، او په وینا یې په ۱۵ کلنۍ کې د پوځ سره یو ځای شوی، خو کله چې په افغانستان کې دنده تر سره کړل، نو ورته معلومه شول چې دا د نارینه خویونه نه لري، دا باید خپل علاج وکړي، او خپل جنس بدل کړي، او ښځه شي.

دغه ضابط یا ضابطه چې نوم او جنس یې بدل کړی، نه غواړي چې رسنیو سره خپل زوړ نوم شریک کړي، او ویلي چې د جنس تر بدلیدو مخکي د خپل نفس سره په ډیر کشمکش کې وه، تر څو چې یې د خپل پلار او مور په خوښه فیصله وکړه، او خپل علاج یې پیل کړ.

د برتانوي قانون سره سم هغه خلګ هم په پوځ کې دنده تر سره کولای شي، چاچي خپل جنس بدل کړی وي، او د نارینه څخه ښځه یا ښځي څخه نارینه یې ځان جوړ کړی وی.

برتانوی ضابط اوس د ښځو جامې اغوندي، او دهغوی په رکم سنګار کوي

برتانوی ضابط اوس د ښځو جامې اغوندي، او دهغوی په رکم سنګار کوي

نوموړی ضابطه یا ضابط وايي چې دا له دې هم ویریدل چې که یې د جنس بدلولو لپاره عملیات وکړل نو له پوځ څخه به وشړل شي، خو وروسته تر هغې مطمئنه شول چې کله په ۱۹۹۹ کې د تصویب شوي هغه قانون څخه خبره شول چې جنس بدلونکو ته په پوځ کې د کار اجازه ورکوي.

حنا وینتربورن وايي چې اوس د ښځي په رکم جامې اغوندي او د هغوی په شان اوسیږي، او په خپل ژوند کې ډیره خوشحاله ده، او زیاتوي چې ځیني جراحي عملیات یې کړي، خو لا بشپړ عملیات وخت نیسي، او د هرموناتو په علاج یې هم پيل کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د