fbpx

تایواني ځوان چې په زیات ګیم کولو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱، ۱۳۹۳ل): ځینې خلک په ګیم کولو دومره بوخت شي چې له خپل چاپیریال څخه هم نه وي خبر. په تیره بیا په دې ورځو کې چې د ګیمونو ټکنالوژي خپل وروستۍ حد ته رسیدلی.

شاید څوک فکر هم ونکړي چې کله کله له حد نه زیات ګیم کول د دوي ژوند لپاره خطر ګرځیدلی شي. تایوان هیواد کې یو ځوان درې ورځې پرلپسې ګیم کولو سره خپل د ژوند لوبه وبایلله او ومړ.

چینايي رسنیو او پولیسو په وینا د تایوان هیواد په کاوسیونګ ښار کې یو ۳۲ کلن ځوان په ۲۴ ساعته انټرنيټ کلب کې په ګیم کولو دومره بوخت و چې د شپو او ورځو له تیریدو بې خبره شوی و.

نوموړي درې شپې او ورځې پرلپسې ګیم وکړ او په څلورمه ورځ يي خپل ژوند له لاسه ورکړ. کله چې د انټرنیټ کلب مالک دغه ځوان پر میز پروت ولید نو پرې غږ وکړ خو نوموړی ځواب ورنکړ.

د کلب مالک د نوموړي اچتولو کوښښ وکړ خو پوه شو چې دغه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او په هماغه شیبه يي روغتون ته انتقال کړ.

پولیسو په وینا دغه کس به تل په ګیم کولو بوخت و خو درې شپې او ورځې خوب نه کولو له امله په نوموړي د زړه حمله راغلې چې له امله يي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د