ټکنالوژي

ګوګل نړۍ ته د وړیا انټرنیټ ورکولو لپاره لومړۍ ګام اوچت کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱، ۱۳۹۳ل): اسپیس ایکس (SpaceX) کمپنۍ تاییده کړې چې ګوګل کمپنۍ غواړي اسپیس ایکس کمپنۍ کې زیاته اندازه پانګونه وکړي تر څو په فضا کې خپل د انټرنیټ پروژه تطبیق کړي.

ګوګل کمپنۍ یو بلیون ډالر د سپیس ایکس په کمپنۍ کې پانګونه کړې چې دغه اندازه پانګونې سره به ګوګل کمپنۍ ۱۰٪ د اسپیس ایکس کمپنۍ مالک شي.

سپیس ایکس کمپنۍ وویل:« دغه بودیجه به د نوي څیړنې او پنځونې په برخه کې ولګول شي. مونږ غواړو نړۍ ته د فضايي ټرانسپورټ او سټلایټ په برخه کې نوي پنځونې وړاندې کړو.»

ایلن موسک غواړي یو انټرنیټي سټلایټ فضا ته واستوي خو دغه کار زیاته اندازه مالي لګښت ته اړتیا لري نو له همدي امله دغه کمپنۍ غواړي ځینې نورې لارې د دغه کار لپاره ولټوي.

د راپورونو پر بنسټ ګوګل کمپنۍ به ډیر نژدې وخت کې به د اسپیس ایکس کمپنۍ چې ایلن موسک يي مشر دی په نوم یو بانکي چک ولیکي تو څو د دغې کمپنۍ پروژه په عملي بڼه پیل شي.

موسک غواړي چې زیاته اندازه سټلایټونه فضا ته واستوي تر څو د نړۍ ګوټ ګوټ کې ټول هغه خلک وړیا او چټک انټرنیټ ته لاس رسی ولری کوم چې اوس د انټرنیټ اسانتیا نه لري.

وال سټریټ جورنال راپور پر بنسټ ګوګل کمپنۍ غواړي ټولې نړۍ ته د انټرنیټ رسولو لپاره ۱ بلیون ډالر پانګونه وکړي. د ګوګل موخې عملي کولو لپاره اسپیس ایکس کمپنۍ به ۷۰۰ کوچني سټلایټونه فضا ته واستوي. د دې کار اصلي موخه د نړۍ وروسته پاتې سیمو ته د انټرنیټ رسول دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x