نړۍ

په ریاض کې “د شیطان د بندګانو” شعارونه نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): د امر بالمعروف یا (هیئة الامر بالمعروف والنهي عن المنکر) ادارې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې یو داسي پټ پلورنځای نیولی چې هلته د شیطان د بندګانو (عبدة الشیطان) هغه نښې، رموز او شعارات پلورل کیدل چې دوی یې کاروي، د امر بالمعروف مسؤل خبریالانو ته وویل: یوه ځوان موږ ته خبر راکړ چې د ځوانانو له پاره د جامو په یوه ځانګړي پلورنځي کې داسي جامې پلورل کیږي چې پر هغه باندي د شیطان د بندګانو رسمونه او نښي کښل شوي وي.

کله چې د امر بالمعروف کسان دې پلورنځي ته ورغلل د ځوان له وینا سره سم د هغه پلورنځي په پټ ځای کې د شیطان د بندګانو په نښو او شعارونو نقش شوې پریمانه جامې وې، دوی دکاندار ، ورسره کارکوونکي او هغه جامې ټولې ونیولې او اړوند لوري ته یې د قانوني کړنو له پاره وسپارل.

د شیطان بندګان یا عبدة الشیطان (Satanists) یو داسې ګوند ده چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې غړي لري د دوی ارموخه الحاد، بې دیني او د ټولو ادیانو مخالفت ده، دوی وايې د نړۍ ټول انسانان د شیطان مخالف دي او د خدای بندګي کوي موږ د دوی پرخلاف د شیطان بندګي کوو او د هغه بندګي ته خلک رابولو، لکه ومو ویل د وی لویه موخه د ټولو ادیانو مخالفت او مطلقه ازادي ده او په عامو غونډو کې خلک همدې ته رابولي.

د شیطان د بندګانو ګوند یو سري ګوند دی، او په ځانګړې توګه هڅه کوي چې په عربي او اسلامي هیوادونو کې ځان ته اتباع پيدا کړي، او شهوت پرسته نارینه او ښځي خپل ګوند ته را جلب کړي.
ددغه ګوند اصل سرچینه امریکا بلل کیږي، چېري چې څه موده مخکي خبر ورکړل شو چې دوی رسما خپل یو معبد هم خلاص کړی، او د شیطان مجسمه یې هم جوړه کړې، او هلته ددغه مجسمې ګرد چاپيره راټولیږي، او عبادت یې کوي.
د شیطان بندګان په خپل بدنونو د شیطانانو انځورونه کاږي، په جامو باندي د شیطان ځانګړي رسومات کاږي او د شیطان په نامه باندي څاروی حلالوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

یا الله دا څه اورو الله مو دی ایمان ته خیر پیښ کړی او ددجال له ټولو فتنو نه دی الله نجات راکړی لکه چی قیامت رانژدی کیدونکی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close