افغانستان

امریکایانو دحقاني ډلي یووتلي قومندان ملاسنګین زدران په تورلیست کي داخل کړ

mullah_sangin_zadran(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) امریکایانو دحقاني ډلی وتلي قومندان اودطالبانو له لوري دپکتیکا والي ملاسنګین په تورلیست کي داخل کړ داباما اداري خبرورکړ دي چي ملاسنګین که کومه شتمني به امریکاکي لري هغه به کنګل شي اونوموړي له دي وروسته نشي کولای چي ازادانه وسله وپیرودي اویا په امریکا کي  له کوم شرکت سره سوداګریزه راکړورکړه وکړي، اوهمدارنګه ملاسنګین نورنشي کولای چي نړیوال سفرونه وکړي.

امریکایانو ویلی دي ملاسنګین دپکتیکا والی ده اودافغانستاني طالبانو دحقاني دډلی یووتلی قومندان دي چي همیشه دسراج الدین حقاني مرستیال پاته شوي دي، نوموړي ډیرکورني اوبهرني جنګیالی لري اودافغانستان اوپاکستان پرپوله باندی دبهرنیانو وسلوالو په اوښتلو اوراوښتلو کي مرسته کوي، دافغانستان اوپاکستان پرپوله باندي دکورنیو اوبهرنیو حکومتي چارواکوپه تښتونه کی لاس لري، نوموړي دحقاني نیټ ورک ډیره تکړه اوپیژندل شوی څیره ده دحقاني نیټ ورک په سیمه کي دافغانستان دامن او استحکام لپاره ترټوله خطرناکه ډله بلل شوی ده، یاده ډله له القاعدي شبکي سره هم نژدي اړیکی لري.

دامریکي دبهرنیو چارو وزارت خبرورکړی دي چي دهیواد له لوری دملاسنګین په اړه نوي اقدام به دملاسنګین پرکړونو ډیراثرواچوي، له دي وروسته به ملاسنګین نشي کولای دخپلي ډلي لپاره وسله رانیسی اویاهم مالي مرسته جلب کړی.

په ۲۰۰۷ کال کي په افغانستان کي بهرنیو ځواکونو ادعاکړي وه چي ملاسنګین یی وژلی ده په هغه وخت کي ملاسنګین دسراج الدین مرستیال وو اوپه سیمه کي دسړک دغاړي دبمونو اودارنګه نورو چاودونواونښتو کي یی لاس درلود.

دامریکي دمالیی وزارت له ملاسنګین سره سره څلورنور کسان هم په دي وروستیو کی په تورلیست کي شامل کړی دي، چي له هغوي څخه یو هم عمرپټیک دي، عمر پټیک داندونیشیا هیواد اوسیدونکي دي اونوموړي دبالي په چاودنوکي تورن دي کوم چي له ۲۰۰ څخه زیات خلګ پکښي وژل شوي وو، عمرپټیک شپږمیاشتي مخکي دپاکستان په هغه ښارکي دپاکستاني چارواکو له لوري ونیول شو، چيري چي وروسته اسامه بن لادن دامریکایانو له لوري شهید کړل شو، دعمرپټیک پرسرباندي یوملیون امریکایی ډالره انعام ایښودل شوی وو، عمرپټیک تیره اوني دپاکستاني حکومت له لوري واندونیشیا ته وسپارل شو.

نوردري کسان چي اوس کي دامریکایانو له لوري په تورلیست کی داخل شوی دي، هریو محمد جبریل عبدالرحمن او عبدالرحیم بسیر چي دواړه داندونیشیا دهیواد اوسیدونکي دي اوهمدارنګه څلورم کس ممتاز دغمش ده چی دفلسطین اوسیدونکي دي.

بخت الرحمن بخت……………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x