نظــر

ايا افغانستان به د اوباما لپاره بل عراق شي؟

ژباړه:احمدالله احمدزی

د امريکا په مشرۍ د ايساف عسکرو له ديارلس کلنې اوږدې جګړې وروسته افغان حکومت ته د روان کال په پيل کې د هېواد امنيتي چارې وسپارلې او له دې وروسته هېواد کې د امنيت ساتنه د افغان امنيتی ځواکونو خپله دنده ده.

ايساف د پنځوسو هېوادونو عسکرو يوه اتحاديه ده، چې ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د يرغل پر مهال جوړه شوه، چې مشري يې د امريکا او ناټو په لاس کې وه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ په خپلو خبرو کې وويل، چې له يوې لسيزې اوږدې جګړې وروسته يې نړۍ کې امريکايي جګړې پای ته ورسولې، مګر بيا به هم د امريکا او ناټو ۱۳۵۵۰عسکر په افغانستان کې پاتې وي، چې لس زره شپږ سوه به يې امريکايان او پاتې نور يې د ناټو عسکر دي.

د امريکايي چارواکو په وينا د بهرنيو عسکرو شتون به د افغان امنيتي عسکرو د مرستو او روزنې تر بريده محدود وي او د اړتيا پر مهال به افغان پوځيانو سره په جګړه کې هم د ځمکنۍ جګړې او هوايي ځواک مرسته کوي او دا لړۍ به په ۲۰۱۶م کال کې پای ته رسيږي.

د دې تر څنګ به د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد د امريکايي څارګرو الوتکو بريدونه روان وي.

له افغانستان د امريکايي عسکرو د وتلو پيل

افغانستان کې د امريکا ديارلس کلنه جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کيږي او د امريکا د رسمي سرچينو له قوله يې ۲۲۰۰ امريکايي عسکر ووژل، زرګونو نور يې شل و شوټ شول او له يو تريليون ډالرو زيات زيان يې وليده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۸م کال کې د ولسمشريزو ټاکنو د ټاکنيز کمپاين پر مهال خپل ولس سره وعده کړې وه، چې افغان جګړه به تر ۲۰۱۴م کاله پای ته رسوي او په همدې موخه يې ۲۰۱۰م کال لس زره امريکايي عسکر له عراقه افغانستان ته ولېږل، چې طالبان پرې کمزوري کړي او هغوی اړ کړي،چې امريکا سره د مذاکراتو په واسطه افغان جګړه پای ته ورسوي.

هغه مهال هم امريکايي ولسمشر هڅه وکړه، چې په سوله ييزه توګه له افغانستانه ووځي او طالبان افغان حکومت کې ګډون وکړي او هغوی سره د ګډې کړنلارې په عملي کولو امريکا سرلوړې له افغانستانه ووځي.

۲۰۱۱م کال کې امريکا هڅه وکړه، چې طالبانو سره غیر مستقيم مذاکرات وکړي، د طالبانو پر ضد د روانو بريدونو او جګړو پايلې يې هم څارلې او ۲۰۱۳م کال کې يې طالبانو سره مستقيم مذاکرات پيل کړل او قطر کې يې ورته دفتر خلاص کړ.

د امريکا دغه ټولې هڅې او منډې ترړې هغه مهال بې ګټې شوې، چې طالبانو په خپل موقف ټينګار وکړ، چې ټول امريکايي او نړيوال عسکر به له افغانستانه وځي او د امريکايي ښکېلاک په شتون کې هيڅ سياسي نظام نه مني او له ډېرو خواريو وروسته سپينه ماڼۍ اړ شوه، چې خپل ولس سره له کړې ژمنې په شا شي، چې جګړه به پای ته رسوي او اوباما فکر کوي، چې امريکايي عسکر د ماتې په صورت کې له افغانستانه نه شي راويستلی.

اوباما پرېکړه وکړه، چې خپل جنګي عسکر به له افغانستانه راوباسي، مګر شاوخوا ديارس زره امريکايي او ناټو عسکر به افغانستان کې پاتې وي، چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه وکړي او د اړتيا پر مهال به د طالبانو پر ضد جګړو کې هم برخه واخلي.

ايا افغانستان به د امريکا لپاره بل عراق شي؟

سره له دې، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغاستان د ديارلس کلنې جګړې د مسؤولانه پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر سربېره پر دې يې هم دا ومنله، چې افغانستان لا هم يوه خطرناکه سيمه ده؛ ځکه چې يوازې ۲۰۱۴م کال کې طالبانو۴۶۰۰ افغان امنيتي عسکر وژلي دي.

له همدې امله ګڼو امريکايانو سپينې ماڼۍ ته وويل، چې د عراق له تجربې عبرت واخلي او له افغانستانه ټول امريکايي عسکر ونه باسي.

د امريکا مشرانو جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر سناتور جون مکين وويل: «کېدای شي، موږ په افغانستان کې يو ځل بيا هغه فلم وګورو، کوم مو چې عراق کې وليد او اوباما بايد له افغانستانه ټول امريکايي عسکر ونه باسي.»

افغان ولسمشر اشرف غني هم د جون مکين وينا تاييد کړه او له افغانستانه يې د امريکايي عسکرو يو اړخيزه ويستل ستر ګواښ وباله او خلکو ته يې ۲۰۱۱م کال کې له عراقه د امريکايي عسکرو د ويستلو زيانونه په ګوته کړل.

هغه مهال هم بارک اوباما ټينګار کاو، چې عراقي پوځيان د خپل هېواد امنيت ساتلی شي او هغه مهال يې هم زرګونو امريکايي عسکر د عراقي پوځيانو د روزنې په موخه عراق کې پرېښي و، مګر تېر کال جون مياشت د اسلامي دولت ځواکونو موصل او نورو سيمو کې عراقي عسکرو او کردي مليشو ته ماتې ورکړه.

د تېر کال اګست مياشت کې اوباما يو ځل بيا اړ شو، چې عراق ته نور زرګونو عسکر ولېږي، تر څو د اسلامي دولت ځواکونه کمزوري او بيا يې له منځه يوسي.

څارونکي وايي، چې اوباما به مجبور شي، چې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنې او نظامي مشوره بسنه ونه کړي او د طالبانو پر ضد يو ځل بيا ځمکنۍ او هوايي جګړه پيل کړي.

لنډيز

بارک اوباما د نوي ميلادي کال په لومړۍ ورځ اوهايو ايالت کې امريکايي عسکرو ته د خبرو پر مهال له افغانستانه د امريکايي عسکرو ويستل لويه بريا او لاسته راوړنه وبلله او د افغانستان د بيا رغونې شعارونه يې تکرارول او د القاعده مشرانو او د هغوی د پلانونو د ځپلو لافې يې وهلې او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې د اوسامه د وژلو خبره هم ياده او زياته يې کړه، چې نړۍ کې اوس د پخوا په پرتله امنيت خوندي دی، مګر د اوباما دا څرګندونې د نوموړي هغو خبرو سره سل په سلو کې په ټکر کې وې، چې له هغې څو ورځې وروسته يې وويل، چې «افغانستان لا هم يو خطرناک هېواد دی.»

بل پلو طالبانو د امريکا او ناټو عسکرو وتل د امريکا څرګنده ماتې وبلله.

څه چې نن سبا په عراق، سوريه او نورو عربي هېوادونو کې روان دي، نو دا ويلی شو، چې نړۍ کې د پخوا پرتله امنيت نه دی راغلی، بلکې امنيت نور هم خراب شوی او د عربي نړۍ په ګډون سيمه کې جهادي ډلې په پوره قوت او زور کې دي او تر دې، چې اوس ترې امريکا او لويديز هېوادونه هم خوندي نه دی.

د اسلامي دولت پلويانو امريکا او اروپا کې فردي بريدونه پيل کړي دي.

۲۰۱۳م کال کې د امريکا بوسټن ښار کې چاودنې، د کاناډا پر پارلمان ډزې، او د استراليا په سډني ښار کې پر يو هوټل بريد او وروسته د پاريس پر چارلي ابدو مجلې بريد يې ښه نمونه ده.

دې سره د اوباما هغه دعوه څرګنديږي، چې نړۍ يې خوندي کړې او له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل خپله سوبه بولي.
هو نظامي جګړې او پوځونه هېوادونه ويجاړولی شي، مګر دولتونه جوړول، ستونزې له منځه وړل او د خلکو زړونه ګټل بيا دومره اسانه نه دي. د دې ټولو خبرو ښه نمونه پر افغانستان د امريکا يرغل دی.

سرچينه: المرکز العربي للابحاث والدراسات السياسية

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x