ویسټ انډیز بیا هم له سویلي افریقا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱، ۱۳۹۳ل): نن د ویسټ انډیز او سویلي افریقا تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو درییمه لوبه وه. دغه لوبه کې سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې سویلي افریقا توپ اچووونکو دغه پریکړه غلطه ثابته کړه. ویسټ انډیز یوازې د لوبې په ۳۳.۴ اورونو کې ۱۲۲ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ.

نننۍ لوبه کې سمیولز په ۳۸ توپونو ۲۶ منډې جوړولو سره د ویسټ انډیز لپاره تر ټولو غوره توپ وهونکی ثابت شو.

سویلي افریقا توپ اچووونکو د ویسټ انډیز لوبډلې ته د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې د سویلي افریقا لپاره عمران طاهر ۴، فلینډر ۳، سټېن ۲ او مورکل یوه ویکټه واخیسته.

دغه لوبه کې طاهر خپل ۷.۴ اورونو کې ۲۸، فلینډر خپل ۸ اورونو کې ۲۷، سټین خپل ۶ اورونو کې ۲۱ او مورکل خپل ۷ اورونو کې یوازې ۲۶ منډې ورکړې.

سویلي افریقا ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۲۴.۴ اورونو کې پوره کړ. نننۍ لوبه کې هاشم امله په ۶۳ توپونو ۶۱ او ډو پلیسېس په ۷۱ توپونو ۵۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

دغه لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډلې توپ اچووونکي هم د توپ وهونکو په څیر پاتې راغلل او د سویلي افریقا منډو جوړولو مخه يي ونشو نیولی. ویسټ انډیز لپاره هولډر یوه ویکټه واخیسته او خپل ۵ اورونو کې يي ۱۴ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د