افغانستان

ولسي جرګې اووه نوماند وزيران رد کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې د ګډ حکومت له لوري د نومول شوو وزيرانو څخه اووه تنه د دوو تابعيتونو له امله رد کړل او ټينګار يې وکړ، چې دوه تابعيته لرونکو نوماند وزيرانو ته به د باور رايه ور نه کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني نن ولسي جرګې ته وويل، چې د ولسي جرګې غړو د نوماندو وزيرانو د اسنادو او تابعيتونو څېړنه پيل کړې او تر اوسه دوی ته د اوو وزيرانو په اړه ثابته شوې، چې دوه تابعيته لري.

د ولسي جرګې ځينو غړو د دوه تابعيته وزيرانو نومونه هم رسنيو ته څرګند کړل.

د ولسي جرګې د وکيلانو په وينا کورنيو چارو وزارت ته نوماند نور الحق علومي دوهم تابعيت هالند، د بهرنيو چارو وزارت نوماند صلاح الدين رباني دوهم تابعيت برتانيا، عدليې وزارت ته نوماند سير احمد مهجور دوهم تابعيت فرانسه، اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نومانده ای سلطان حيدري دوهم تابعيت ترکيه، کار او ټولنيزو چارو وزارت ته نوماند سيد سادات نادري دوهم تابعيت برتانيا، د ښار جوړونې وزارت ته نوماند شاه زمان ميوندي دوهم تابعيت المان، د ماليې وزارت نوماند اکليل حکيمي او افغانستان بانک ته نوماند خليل صديق دوهم تابعيت امريکا او د کانونو او پيټروليم وزارت نوماند داود شاه صباح دوهم تابعيت کاناډا دی.

د ولسي جرګې دوهم مرستيال صالح محمد سلجوقي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ولسي جرګې د ګډ حکومت مشرانو ته خبر ورکړی، چې دوی هغو نوماندو وزيرانو ته د باور رايه نه ورکوي، چې دوه تابعيته لري او په دې اړه بايد د ګډ حکومت مشران نوي وزيران ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې وکيل کمال ناصر اصولي وايي، چې د دوه تابعيته وزيرانو شمېر اووه نه، بلکې دولس يا ديارلس تنه دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشران يوازې د ماستري او دکتورا لرونکي کسان وزيران نومولي او د هغو اخلاقي، ملي او ديني اخلاق يې په نظر کې نه دي ولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x