
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خليل کرزی د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وټاکه.
له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حکمت خليل کرزی يو وړ ځوان دی او کولای شي، چې بهرنيو چارو وزارت کې د سياسي مرستيال په توګه خپله دنده پر مخ بوځي.
حکمت خليل کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال د وژل شوي حشمت خليل کرزي ورور دی.
حکمت خليل په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې زيږېدلی او د پاکستان بلوچستان ايالت کې له څو کالو مهاجرت وروسته د لوړو زده کړو په نيت امريکا ته ولاړ.
حکمت خليل کرزي له دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په اداره کې مامور و او د دې تر څنګ يې په ګڼو نورو دولتي او غير دولتي ادارو کې دنده تر سره کړې ده.
ښاغلي کرزي ۲۰۰۶م کال کې پلازمېنه کابل کې «د سولې او جګړې د څېړنو مرکز» هم جوړ کړی دی.
ويل کيږي، چې حکمت کرزي او ورور يې حشمت خليل کرزي د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د اشرف غني په ملاتړ پراخ کمپاين کړی او اشرف غني دغه پوسټ د حکمت کرزي کورنۍ ته د سياسي ملاتړ په بدل کې ور کړی دی.