نړۍ

اردوګان: پر چارلي ابدو بريد حيرانوونکی نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې دی د چارلي ابدو کارټوني مجلې پر دفتر بريد کومه ځانګړې خبره نه ګڼي او د نړۍ قوي هېوادونه بايد د سمونې پر لور ګام واخلي تر څو راتلونکي وخت کې د داسې بريدونو مخنيوی وشي.

اردوګان تېره ورځ د اسلامي مرستندويه غړو هېوادونو يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې پر چارلي ابدو کارټوني مجلې بريد د اسلامي نړۍ پر ضد د روانو ظلمونو او تېريو پايله ده او زياته يې کړه، چې پر چارلي ابدو بريد د ده په نظر کومه هېښونکي پېښه نه ده؛ ځکه غرب خپلو هېوادونو کې د امنيت هيلې لري، مګر د دوی پر لاسونو هره ورځ په اسلامي نړۍ کې لسګونو بې ګناه خلک وژل کيږي او غرب کې ډېر خلک د دغو وژنو ملاتړ کوي.

دولتي تروريزم

اردوګان د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې يوازې تېر ۲۰۱۴م کال کې اسراييلو په غزه کې شاوخوا ۲۵۰۰ بې دفاع خلک ووژل، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

نوموړي زياته کړه، چې ملګرو ملتونو له دغه حقيقته سترګې پټې کړې، اروپايي ټولنې هم داسې تعامل وکړ، لکه د دغو زرګونو خلکو وژنه ورته هيڅ اهميت نه لري او ګردې نړۍ د دې دولتي تروريزم په اړه ځانونه غلي ونيول.

د اردوګان په وينا نړۍ بايد د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه وا نه خلي، چې د اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي او غرب يې په دوه مخۍ تورن کړ، چې د يهودو اړوند مسئلو په اړه يو او د مسلمانانو دمقدساتو په اړه بل څېر چلند کوي.

ترکي ولسمشر زياته کړه، چې هر څوک د چارلي ابدو په څېر د اسلام دښمنه مجلو ملاتړ کوي، بايد په دې پوه شي، چې مسلمانان د خپل پيغمبر عليه السلام سپکاوی نه شي زغملای او داسې مثال لري، لکه تېلو ته چې اور ورته کړې.

سره کرښه

رجب طيب اردوګان وويل، چې غربي نړۍ په دې هڅه کې ده، چې يهودي فکر ته څوک سپکاوی ونه کړي، په ډېره نرمۍ ورسره چليږي او يهودانو ضد څرګندونې د «ساميت» دښمني او سپکاوی بولي او ګواښ يې وکړ، چې غرب او ګرده نړۍ بايد د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام او مسلمانانو په اړه هم له حده زيات احتياط وکړي« ځکه چې پيغمبر عليه السلام د ګردو مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.»

د ترکيې ولسمشر د اسلامي مرستندويه ټولنې غړو هېوادونو استازو ته په خپلو خبرو کې وويل، که پر چارلي ابدو کارټوني مجلې بريد تروريزم وي، نو د دغسې سپکوونکو کارټونونو خپرول او د دې ملاتړ تر دې زيات تروريزم دی.

امنيت شورا

اردوګان د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې هم د سمونې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې د نړۍ ۱۹۶ هېوادونه د امنيت شورا له اوسنۍ وضعې اندېښمن دي او ټول هېوادونه دا خبرې کوي، مګر د پرېکړې پر مهال خبره يوازې د قوي هېوادونو او امپراليستانو منل کيږي.

ترکي ولسمشر وويل، چې ۵۶ پنځوس اسلامي هېوادونه ملګرو ملتونو غړي دي او تر اوسه په امنيت شورا کې د پرېکړې واک نه لري.

«ايا موږ د ملګرو ملتونو په هڅو او لاسته راوړنو کې برخه نه لرو؟»

اردوګان د مسلمانانو اوسنيو خپل منځي ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې هر ځای يو بل سره شخړې او لانجې کوي او مسلمان د بل ورور وينې تويوي او چې ګورو قاتل او مقتول دواړه مسلمانان دي.

د اردوګان په وينا د دې ټولو ستونزو لامل دا دی، چې مسلمانان له خپلو ارزښتونو بې پرواه دي او پر ټولو مسلمانانو يې غږ وکړ، چې خپلمنځي اختلافات هېر کړي او خپل عقلونه او فکر په ګډه وکاروي، تر څو خپل ولسونه د يو روښانه راتلونکي پر لور سوق کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبيب مجاهد

سیاست هائ نا متعارف و کارکردهائ این منافقان و مرتدین که به چند گونه بازی میکنند و میخواهند مسلمانان را بفریبند و راستی که عده ای را فریفته اند ، نمیتواند کارگر واقع شود ، زیرا مسلمانان کارشناسان دارند که این منافقین رابه برادران مسلمان شان بشناسانند. این خبیث اگر واقعا مسلمان و طرفدار دین اسلام است پس چرا در پهلوئ قوائ ناتو در افغانستان می جنگد ، مگر مردم افغانستان مسلمان نیستند ؟؟؟ چند روز قبل به خاطر کشته شدن توهین کننده گان پیامبر صلی الله علیه و سلم مرثیه خواند و تعزیت گفت ،و درین سخنرانی اش هم… نور لوستل »

jamil

محترم حبیب ازین افکارتندرو چیزجور نمیشود کم فکرکن درکدام میدان جنګ نیروهای ترکیه اشتراک میکند تاحال تو محترم شنیده ای درفلانی منطقه این قدر سربازان ترکیه کشته شد فرما………

حقپال

حبیب مجاهد صیی خبری کړی، شرع په ظاهر فیصله کوی. په ظاهره ترکیه د کفارو صف کی ولاړه ده، خو باید ترکیی ته پدی سترګه وګورو چی یو لوی هیواد او ۸۰کاله یی د مکمل کفری واک لاندی تیر کړی، رګ رګ کی یی کفر ننوتلی دی. دا چی اردوګان خبری یو شی او عمل بل شی کوی سبب یی همدا دی چی دده شخصی نظر او عقیده سمه ده، خو دده د هیواد نور عړی ورسره یاری نه کوی. هغه متل دی: چی زړه می درځی خو پښی راسره یاری نه کوی. اردوغان غواړی هرڅه سم کړی، خو د… نور لوستل »

حبيب مجاهد

مسلمانی اردوگان به مسلمانی قذافی می ماند .. آری بدتر از قذافی … قذافی از حدیث انکار کرد ، مسلمانان را شهید ساخت ، شریعت را تغیر داد ولی گهگهی شعارهائ اسلامی میداد تا مردم را بفریبد … و عده ای هم به شعارهایش فریب خورده و دنبالش چون خران کبال چشم بسته در حرکت بودند … حکومت سیکولار و بی دین ترکیه که از هیچ نوع جفاکاری علیه اسلام دریغ نکرده ، آیا می سزد که اسوه برائ مسلمانان باشد ؟؟؟؟؟؟؟؟ کمترین خدمت به اسلام نکرده ، اگر به شفاخانه ای ترکی رفتی حتما باید تنبانت را بکشی و… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x