کندهار: دناټواو افغان ځواکونوپرګډ مرکزپه وسلوال برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

.نن ټکي اسیا/ له کندهاره په ترلاسه شوي خبر کې راغلي نن ماښام شاوخوااووه بجې دکندهار هوایي ډګر ته څیرمه دناټو او افغان ځواکونوپر ګډ مرکز دطالبانو له لوري ډلیز برید ترسره شوچې له امله یې په مرکز کې میشت عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

خبرزیاتوي په دې مرکز کې دناټو ځواکونو داکمالاتي موټرو تم ځای او دتیلو ذخیره موجوده ده چې دخارجي او افغان ځواکونو له لوري یې ساتنه کیږي

 

طالبانو ویاند قاری یو سف احمدي دبرید پړه په غاړه اخیستي ،نوموړی رسنیو ته ویلی په دي برید کې پنځوتنو وسلوالو طالبانو برخه درلوده چې په درنو او سپکو وسلوسمبال وو ،احمدي وايی لومړی یو تنه مجاهد دداخلي عسکرو په نظام قراول کې دتونس موټرپه واسطه سرښندونکي برید وکړچې امنیتی عسکرو دقومندان بچه خاله په شمول یې ګڼ شمیر عسکر مړه او ژوبل کړل ورپسي دوهم تن دخارجي ځواکونو هستوګنځي ته نژدې له بارودو ډک موټر منفجر کړ،درې تنه نور مرکز ته دننه له خپلو وسلو سره ننوتل او په جګړه یې لاس پوري کړ،نوموړي وايی له دوه ساعته شدید مقاومت وروسته جګړه پایته ورسیده ،له پنځو تنو مجاهدینو نه درې شهیدان او دوه نور بیرته دخپل تکتیک لمخې له جګړې نه په خوندی توګه وتلي .

دکندهار امنیتي چارواکي دطالبانو له لور ی په مرکز برید تایدوي خو دمرګ ژوبلې په اړه یې دقیقه شمیره نه ده په ډاګه کړې

دکندهاریو امنیتي چارواکې احساس ویلی جګړه پایته رسیدلي ،نوموړي وايي لومړی دوې موټر بم چاودنې ترسره شوی ورپسې جګړه پیل شوه ،امینتی عسکرو ډیر ژر وسلوال له پښو وغورځول او جګړه یې کنترول کړه

 

دیو بل خبر لمخې دکندهارهواي ډګرته څیرمه دخارجي او داخلي ځواکونو پر ګډمرکز له جګړې سره هم مهاله دکندهار ښار په ښکارپور دروازه کې دمازداوو تم ځاي ته نژدې پر پولیسو دوې پرلپسې چاودنې ترسره شوی چې له امله یې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقه شمیره یې نه ده څرګنده شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د