نړۍ

خيبر پښتونخوا: استادانو ته د وسلو ګرځولو اجازه ورکړای شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت د پوهنتونو او ښوونځيو استادانو ته اجازه ورکړې، چې د اړتيا په صورت کې ځانو سره وسلې ګرځولی شي.

د خيبرپښتنوخوا ايالتي حکومت وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزير مشتاق غني وړمه ورځ رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پر استادانو لازمي نه ده، چې خامخا دې وسلې وګرځوي، بلکې دوی کولای شي، چې د اړتيا پر مهال ښوونځيو ته ځانونو سره وسلې يوسي.

د خيبرپښتونخوا د ښوونځيو د استادانو اتحاديې او اپوزيسيون غړو د حکومت په دې پرېکړه سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې د استادانو دنده تدريس دی او امنيت خوندي کول د حکومت کار دی.

د خيبر پښتونخوا ايالت د ښوونځيو د استادانو اتحاديې تېره ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په هيڅ صورت د حکومت دا غوښتنه نه شي منلی او دا د حکومت مسؤوليت دی، چې د ښوونځيو او ولس ساتنه وکړي او د حکومتي چارواکو دا څرګندونې يې په سختو ټکو وغندلې.

پاکستانی ژورناليست او کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، چې د پاکستان ستنونزه دا ده، چې پر کوم ځای بريد او چاودنه وشي، د ټولو توجه هماغه ځای ته وي او دا لازمي نه ده، چې پاکستاني طالبان دې بل ځل بيا پر ښوونځي بريد وکړي، بلکې هغوی به د ښوونځيو په ګډون پر نورو داسې ځايونو د بريد او چاودنو هڅه کوي، چې دوی ته اسان وي او د امنيتي چارواکو توجه ورته نه وي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ډيسمبر په شپاړسمه نېټه پاکستاني طالبانو پېښور کې د پوځ پر ښوونځي ډله ييز بريد وکړ، چې ۱۵۰ زده کوونکي يې ووژل او نږدې دوه سوه يې ټپيان کړل او له هغې وروسته شاوخوا شل ورځې د پاکستان ټول ښوونځي بند و او له پرانستو وروسته اوس هم د نورو ځايونو په ګډون تعليمي ادارو کې وېره او اندېښنه خپره ده او تر اوسه هم ګڼ استادان او زده کوونکي ښوونځيو ته نه حاضريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

دا د پاکستان د مرکزی حکومت له خوا دخیبر پښتونخوا دولسی خلکو او طالبانو په خپل مینځ کی د جنګولو لپاره یوه خطرناکه او خونړی دسیسه ده چی منشه یی په قومی تعصب ولاړه ده خدای دی وکړی چی دواړه خواوی یی په دام کی پرینوځی کنی ډیره تباهی به راوړی او دبی ګناه وینو توییدو سبب به شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x