
ننګرهار: طالبانو څلور غله له غلا شویو مالونو سره یو ځای نیولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په پچیرا ګام ولسوالي کې د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د دې سیمې طالبانو څلور هغه غله د خلکو له غلا شویو مالونو سره یو ځای ونیول، چې په وروستیو کې يې خلک سخت اندېښمن کړي و.
په سیمه کې واکدارو طالبانو دغه څلور تنه غله د پاس صبر او لاندې صبر په سیمو کې له هغو مالونو سره یوځای نیولي چې څو ورځې وړاندې يې په سیمه کې له خلکو نه د لویو لارو په سر او د هغوی له کورونو وړي وو.
د سیمې خلک د طالبانو له دې اقدام خوښ دي او وايي چې په ټوله سیمه کې دې څلورو تنو وېره خپره کړې وه، چې له خلکو سره د مال او سر ويره وه.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې د دوی ملګرو د ننګرهار د ولایت مقام په امر په پیچراګام کې څلور تنه غله نيولي دي.
د مجاهد په قول په سیمه کې مېشتو طالبانو د خپل ولایت امر تطبیق کړی او غله يې د اسلامي امارت محکمې ته سپارلي دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې غله او قاتلین نیولي دي او په عام محضر کې يې پرې شرعي حد تطبیق کړی دی.
خلک د طالبانو له دې اقدامه خوښ دي او وايي چې پر دې يې زړونه ډاډه دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې څوک د جرم اقدام نه شي کولای.