
بدخشان: يو بندي طالب د يمګان د امنيت آمر ټپي کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې يو طالب امنيتي ځواکونو سره بندي و، چې د يمګان ولسوالۍ د امنيت آمر يې ټپي کړ.
د يمګان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالظاهر مجددي رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د طالبانو د پلوۍ په تور يو تن نيولی و او نن سهار وختي د لمانځه پر مهال نوموړي طالب د ملي امنيت له وسلې په استفاده د ملي امنيت پر آمر ډزې وکړې او ټپي يې کړ.
د بدخشان ولايت چارواکي وايي، چې د نورو پوليسو په ډزو کې بندي هم وژل شوی دی.
د ملي امنيت د آمر د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.