افغانستان

لښکر ګاه کې درنه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې د هېواد سويل هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه کې د يوې درنې چاودنې غږ واوريدل شو.

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند کندهار پر لويه لاره يوه درنه چاودنه وشوه او تر اوسه د چاودنې هدف او دقيق ځای نه دی معلوم.

د چارواکو په وينا د چاودنې پلټنه يې پیل کړې او د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې چاودنه د موټر بم په واسطه شوې ده.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x