له دې وروسته وټس اپ (WhatsApp) خپل کمپیوټر کې هم کارولی شئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۳ل): د وټس اپ کمپنۍ اعلان کړی چې د دغې پیغام استولو شبکې څخه کاروونکي له دې وروسته خپل کمپیوټر سیسټمونو کې هم استفاده کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې کاروونکي له دغې شبکې څخه یوازې په سمارټ فون کې ګټه پورته کولی شو. خو اوس کاروونکي به د دغې شبکې ویب پاڼې په مرسته په خپل کمپیوټر کې هم ترې استفاده کولی شي.

فیسبوک تیر کال د اکتوبر په میاشت دغه شبکه د ۱۹ بلیون ډالر په بیه پیریدلی و چې اوس د دغې شبکې ارزښت له ۱۹ څخه ۲۳.۵ بلیون ډالرو ته پورته شوې.

له دې وروسته کاروونکي کولی شي وټس اپ (WhatsApp) اپلیکیشن له سمارټ فون څخه کمپیوټر سره وصل کړي چې له دې سره به کاروونکي وتوانیږي چې له کمپیوټر څخه هم په وټس اپ پیغامونه واستوي.

هیره دې نه وي چې له دې اسانتیا څخه یوازې هغه کاروونکي ګټه پورته کولی شي چې خپل سمارټ فون کې يي د وتس اپ اپلیکیشن ښکته کړی وي.

دغه طریقه په ایفون موبایلونو کې هم د تطبیق وړ نه دی. وټس اپ په دې اړه وویل:« مونږ له ایفون سره په تماس کې یو او هیله ده چې ایفون په دغه نوملړ کې شامل شي.»

له دې مخکې دغه کمپنۍ پریکړه کړې وه چې مهمو څیرو ته به رسمي اکاونټونه خلاصوي تر څو عام خلک د هغوي له نوم څخه غلطه استفاده ونکړي.

د لاندې ویب پاڼې په مرسته خپل سمارټ فون کې د وټس اپ شته اپلیکیشن له کمپیوټر سره وصل کړئ:
web.whatsapp.com

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د