افغانستان

اصف ننګ د فراه ولایت والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): محمد اصف ننګ د جمهوري ریاست څخه د خپور شوي نوي فرمان په اساس د فراه ولایت د نوي والي په توګه په دنده وګمارل شو.

د محمد اصف ننګ په اړه ویل کیږي چې د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی، په سعودي عرب کې زده کړي کړي، او تر دې وړاندي یې لاندي دندې تر سره کړي:
د پوهني وزارت سرپرست او د مسلکي زده کړو د معین په توګه دنده تر سره کړې.

نوموړی په کال ۲۰۰۷ د پارلماني چارو د وزارت ویاند هم پاته شوی.

نوموړی د کال ۲۰۰۷ د جولایي میاشتي په لومړۍ نیټه د جاسوسۍ په تور ونیول شو، او ۱۳ ورځي یې په محبس کې تیري کړي.
نوموړی باندي دا تور وروسته تر هغه ولګېد کله چې نوموړي د یولسم سپتمبر په اړه یوه مقاله نشر کړه چې په هغه کې د وخت ولسمشر حامد کرزی د امریکا لاسپوڅۍ او غلام معرفي شوی وو، دغه مقاله چې عنوان یی وو:
“Wars and globalization: Who did 9-11 benefit?” په اصل کې د یو کناډايي څیړنیزي مقالې برخه وه، چې محمد اصف ننګ بیا نشر کړی وه.

نوموړی وروسته تر هغه د فراه ولایت د والي په حیث مقرر شو، کله چې د فراه ولایت پخوانۍ سرپرست والي محمد عمر شیرزاد په فساد کې د ښکېلتیا له کبله څارنوالۍ ته معرفي شو، او له خپلي دندي څخه ګوښه کړل شو.

د فراه ولایت پخوانی والي د یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په شمول د ولسمشر اشرف غني له خوا د یوه فرمان له مخي له دندي کوښه کړل شو، او څارنوالۍ ته د فساد او اختلاس په جرم معرفي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x