افغانستان

دوهم تعقيب: د لښکرګاه سرتيري بريد کې ۱۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): نن ماسپښين د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې کندهار اډې ته څېرمه د عامه نظم د پوليسو پر کاروان سرتېری بريد وشو.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د عامه نظم د پوليسو پر کاروان سرتيري بريد دوه تنه وژلي او شپاړس يې ټپيان کړي دي.

د ځواک په وينا په ټپيانو پنځه تنه ولسي وګړي هم دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته د يو لنډ پيغام په ترڅ کې د بريد مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې سرتيري بريد کې د عامه پوليسو اتلس تنه وژل شوي او دوه رينجرې يې له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x