نړۍ

پاکستان په جماعت الدعوه ګوند بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د پاکستان حکومت د دغه هیواد د یوه ستر اسلامي تنظیم جماعة الدعوة ټول بانکي حسابونه ضبط کړي، او د دغه ګوند په مشر حافظ سعید یې د سفر بندیز لګولی.

پاکستان دغه پریکړه وروسته تر هغه کړې، چې دغه هیواد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جون کیري خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه. ویل کیږي چې پاکستان د امریکا له خوا تر فشار وروسته دغه پریکړه کړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي تسنیم اسلم رسنیو ته ویلي چې دوی د امریکا په فشار دغه ګام نه دی پورته کړی، بلکي د ملګرو ملتونو په غوښتنه یې دغه پریکړه کړې.

د پاکستان دولتي راډیو څخه په خپور شوي رسمي خبر کې ویل شوي چې د تروریستي ګروپونو ټول بانکي حسابونه او شتمني د حکومت له خوا ضبط شوي دي.
جماعة الدعوة په پاکستان کې یو له غټو ګوندونو څخه شمېرل کیږي، چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد، لاهور او کراچي ښارونو کې ډیر پلویان لري، زیات شمېر مدارس، مساجد، روغتونونه او خیریه موسسې لري، چې د پاکستان په مختلفو برخو کې فعالیت کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ځیني سرچیني وايي چې امریکا له ډیره وخته د پاکستان څخه دا غوښتنه لرله چې جماعة الدعوة تنظیم د تروریستي ګوند په توګه اعلان کړي او پر خلاف یې بندیزونه ولګوي، خو پاکستان له ډیره وخته دغه پریکړه ځنډوله.

جماعة الدعوة د سلفي فکر اسلام پلوه سیاسي او خیریه ګوند دی او په اړه یې ویل کیږی چې د سعودي له خوا تمویلیږي. دغه ګوند د کشمیر او د پاکستان د سیاسي پالیسیو په خلاف سخت موقف نیسي او تل په دې اړه غونډې او لاریونونه کوي.

د دې ګوند مشر حافظ سعید د هندوستان له خوا هم په دغه هیواد کې د ځینو چاودنو او امنیتي پيښو مسئول بلل شوی او له پاکستان څخه یې د ورتسلیمولو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x