د اهانت ګرو په وړاندي د اسلامي اُمّت ماسټر اسټراټېژي

لیکوال: صميم کټوازی

د شيطان پيروان چي د ايمان له معنوي پانګي بې برخي دي، تل هڅه کوي د مسلمانانو د ديني متعقداتو او مقدساتو سپکاوی وکړي، کله ئې د سپېڅلي کتاب د سوځولو په بڼي کي  زړونه ازاروي او کله ئې بيا خوږ پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) ته د اهانت په بڼي کي ګواښي او په دې توګه خپلي شيطاني روح  ته راحت لټوي.، که نهايي غور وشي د پېغمبر عليه السلام او قرآن عظيم الشان د سپکاوي ناولې ارادې په هغو زړونو کي را خوټېږي چي له عقيدوي سپېڅلتيا او معنوي ارتقا‌‌ء خالي دي،دومره چي په ناولتيا کي ئې د خنزير په څېر مردار ځناور هم له مقابلې عاجز دي.
اسلام او د اسلام د خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم شخصيت ته د سپکاوي بېلګي د پېغمبر عليه السلام په مبارک ژوند کي هم ګورو او له هغه را وروسته ئې هم تاريخ را ښيي چي په هره زمانه کي چا د نبوت د مدعي او چا په بلي بڼي کي د پېغمبر عليه السلام د نبوت او شخصيت سپکاوی کړی، په ټولو زمانو کي فقهاؤ کرامود پېغمبر عليه السلام شخصيت ته د سپکاوي مرتکبين په مرګ محکوم کړي،  خو د ۲۰۰۱ زېږديز کال د يوولسم سيپتمر له پېښي را وروسته په اروپا او امريکا کي د يوې خبيثي منصوبې له مخي کله د قرآن کريم د سوځولو  او کله د پېغمبر عليه السلام  د سپېڅلي شخصيت د سپکولو پېښي ګورو، د نړۍ مسلمانان له بدي ورځي په لاريونونو او احتجاجونو لاس پوري کوي، حکومتونه ئې د غندني پېغامونه خپروي، ډېر ئې په نړيواله کچه د قانون جوړولو غوښتنه کوي، خو د څو ورځو له تېرېدو وروسته د مسلمانانو د غم څپې سوکه سوکه غلې شي، نه د داسي رزيلو  حرکتونو د مخنيوي نړيوال تضمين ترلاسه شي او نه ئې هم مرتکبين مجازات شي.

اسلامي اُمًّت د غرب د دې مرتد کلتور په وړاندي له صحيح موقف نيولو نه عاجز دئ،نه هم له غرب سره د خپلو سياسي او اقتصادي اړيکو تحريم کولی شي تر څو له امريکا او اروپا نه د داسي رزيلو حرکتونو د مخنيوي  نړيوال حقوقي تضمين ترلاسه کړي او نه هم د احتجاجونو،لاريونونو او دغندني د پېغامونو له لاري خپلي غوښتني په چا منلی شي. زموږ په نظر مسلمانان د خپلو نورو قضاياوو ترڅنګ په دې تړاو هم له يو اغېزمن تګلوري بې برخي دي، عام مسلمانان، ديني عالمان او سياسي مشران په دې نه پوهېږي چي څرنګه د  تعصب په دوزخي اور کي د سوځېدونکو پادريانو او شيطاني ليکوالانو له بريدونوخپل ديني مقدسات او متعقدات  وژغوري؛په دې اړه څوټکي بايد په پام کي ونيول شي:

  •     داهانت، استهزاء، افتراء او تبّرا موخه د يو چا شخصيت او حيثيت را ټييتول او بدنامول وي، دا کار هر هغه څوک د خپل سيال په وړاندي کوي چي د هغه شان او حيثيت نشي زغملی، د سيالۍ په ميدان کې د مسابقې توان نلري، له هغه څه محروم وي چي د ده سيال ئې لري.
  •     عيسويت او يهوديتد اسلام د د عوتي او عملي ځواک په وړاندي څوارلس سوه کاله پخوا ماته وخوړه، دومره چي د تل لپاره ئې د بشريت په قاموس کي «بې معني توري» وګرځول، دشلمي او يوويشتمي پېړۍ علمي څېړنو او ساينسي پرمختګونو د اسلام د حقانيت شمعي ته نوره ځلا ورکړه او پر عيسويت، يهوديت او نورو باطلو اديانو ئې د بطلان کرښه را کش کړه.
  •     د عيسويت او يهوديت پالونکي په عملي او علمي ميدان کي د ماتي تر خوړلو وروسته دومره سربداله شوي چي د اسلام او د اسلام د ستر پېغمبر له ښکنځلو پرته نور هيڅ نشي کولی، هره ورځ ئې د کليساوو تور ګوټونه د اسلام په رڼا منور کېږي.
  •   عيسايان او يهوديان د نړۍ هغه بدمرغه خلک دي چي خپل پېغمبران ئې سپک کړي، ډېر بد نسبتونه ئې ورته کړي، د دوی مذهب پال له دې امله هم د تعصب په اور کي سوځي چي ولي مسلمانانله خپل پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره دومره مينه کوي چي د ژوند هر هر حرکت (سنت) ئېژوندی ساتلی، داسي چي د نړۍ هيڅ ځواک ئې ترې هيرولی نشي، مګر يوازي عيسايان او يهوديان دي چي د خپلو انبياؤ هيڅ تاريخي ريکارډ ورسره نسته، نه ئې ژوند ورته څرګند دئ، نه ئې د نبوت آسماني سرټيفيکېټ، چي د دوی نوی مذهب«ساينس» ئې تأييد  وکړي!!!

دې حقايقو ته په پام سره مسلمانان بايد پوه شي چي زموږ  دخوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم لوړ شخصيت ته دشيطاني کړيو له خوا د اهانت، افتراء، استهزاء او تبّرا  ټولي پېښي  چي د دوی له عقيدوي او فکري ضلالت را خوټېږي، د دې لپاره دي تر څو د هغه شخصيت شان را ټيټ کړي چي له څوارلس سوو کلونو را ايسي د ملياردونو انسانانو په زړونو او روحونو کي اوسي،د هري ورځي په تېرېدو سره ئې د اطاعت او محبت نړۍ پراخېږي، ساينس چي شرق او غرب ئې د وروستي واقعيت په توګه لمانځي، د محمد صلی الله عليه وسلم د لوړ شان په وړاندي ټيټېږي او پر لارښوونو ئېد تأييد مهر ثبتوي!!!

مسلمانان بايد پوه شي چي له خوږ پېغمبرص سره ئې د عيسايانو او يهوديانو تعصب او دښمني يوازي د دې له امله ده چي هغه ډېر ستايل شوی، په عرش او فرش کي ئې د ستايني انګازي خپرې دي، ټول کاينات ئې ستايي، د دوی مذهبي کتابونو، پېغمبرانو  او پوهانو ستايلی، ساينس ئې ستايي، ټولي علمي، اخلاقي نظريې او فلسفې يې ستايي، په داسي حال کي د مسلمانانو لپاره د عمل لار د احتجاجونو، لاريونونو او د غندني د پېغامونو پرځای بايد دا وي:

د دوی د هر رزيل حرکتپه غبرګون کي له خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره د خپل محبت جهان نور هم پراخه کړي، په  خپل فردي او اجتماعي ژوند کي ئې داسي اطاعت وکړي چي هر انساني قانون، نظريه او فلسفه ئې تر اسوه او قدوه قربان کړي او د عمل په ژبه ورته ووايي:

تاسي که  هرڅو  هم د هغه  لوړ شخصيت چي  دعرش او فرش  غېږ ئې د تحميد او  تمجيد په  ږغونو مسروره ده، د سپېڅلي شان د راټيټولو هڅه وکړئ، موږ به ئې نور هم لوړ کړو، داسي چي په هر سنت به ئې  خپل ژوند ښايسته کړو، هغه دين چي د الله جلجلاله له لوري ئې راته راوړی، په خپلو زړونو، کورونو او هيوادونو کي به ئې نافذ کړو، دومره چي ستاسي زرې وچوي!!!

د شيطاني کړيو په وړاندي د مسلمانانو د دې کړنلار(ماسټر اسټراټېژۍ) دپلي کېدا لار دا ايجابوي چي:

  •     د شپېتو اسلامي هيوادونو له جملې لږ تر لږه د يو اسلامي هيواد مشر دا اعلان وکړي چي: د [افغانستان] ملت د هغو ذليلو کړيو چي د اسلامد ستر پېغمبر صلی الله عليه وسلم سپېڅلي شخصيت ته اهانت کوي په جواب کي په خپل هيواد کي د اسلامي نظام  د نفاذ اعلان کوي او غواړي چي له خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره  خپل بې مثل محبت په عملي اطاعت کي څرګند کړي.
  •     عام مسلمانان له خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره خپل محبت د شريعت د بشپړ متابعت په بڼي کي څرګند کړي، په فردي او ټولنيژ ژوند کي د پېغمبر عليه السلام  په اسوه او قدوه عمل  وکړي.
  •      ټول اسلامي ګوندونه په ځانګړي ډول جهادي خوځښتونه چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د کفارو په ضد په مبارزه بوخت دي، په يو ږغ ، د خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس ساتني لپاره دخپلو فروعي او سليقوي اختلافاتو د پای ته رسولو اعلان وکړي او ګډ دښمن ته داسي ګوزارونه ورکړي چي چيغي ئې په غرب کي زلزلې راولي.

يقيناً چي د دې اعلان په اورېدو او د دې ماسټر اسټراټېژي په پلي کېدو سره به د شيطاني کړيو زرې وچوي، بيا به هيڅکله د داسي يو رزيل حرکت جسات ونه کړي.

ښايي ډېر خلک زموږ د دې اسټراټېژي عملي اړخ ضعيف و بولي، هغوی ته بايد و وايو:

د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم مبارک ذات هغه سپېڅلی او پياوړی محور دئ چي د نړۍ ټول مسلمانان پرې را ټولېږي،  د هر ديندار او ګناهګار مسلمان د روح تارونه ورسره تړلي دي، هر يو پرې ځان قربانوي، که چېري دې محور ته ضرر رسېږي، د هر مسلمان زړه ورسره ماتېږي، هيڅ وجه نشته چي مسلمانان دي د خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس د ساتني لپاره سره متحد نشي.

دا منو چي مسلمانان دومره پاشل شوي چي پر يو محور  ئې بيا را ټولېدل يو ډېر ګران  کاردئ، خو د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس ساتني ږغ ئې پر يو محور را غونډولی شي، هر مسلمان دې ته تيار دئ چي د خپل خوږ پېغمبرص د عزّت او شخصيت د دفاع لپاره خپل هر څه قربان کړي.

له دې موقعې په استفادې سره د اسلامي امارت او حزب اسلامي پر رهبرۍ هم ږغ کوم:د هغو کړيو چي زموږ  دګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم پر شخصيت تبّرا او استهزاء کوي په وړاندي دي د کلک غبرګون په ښودلو سره د خپلو صفونو د يووالي اعلان وکړي، دوی بايد و پوهېږي چي الله تعالی د يووالي يو ښه فرصت ورکړی، داسي يو فرصت چي د دنيا او آخرت له مسئوليته ئې خلاصوي. زه وايم که حزبِ اسلامي او طالبان د خپل ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عزّت او ناموس د ساتلو لپاره هم سره متحد نشي، بيا به کله او د څه لپاره سره متحد کېږي، آيا د دوی په نظر تر دې بل پياوړی محور شته چي دوی سره پرې را ټول شي؟ نه هيڅکله نه، که چېري دوی د پېغمبر عليه السلام د عزت او نبوت د ساتني په ږغ هم سره متحد نشي، او کفارو ته دا پېغام ور نکړي چيد پېغمبر عليه السلام مبارک ذات هغه پياوړی مرکز دئ چي ټول اسلامي اُمَّت سره پرې را ټولېږي او د دښمن په وړاندي د  يو اوسپنيز دېوال په څېر درېږي، سبا د قيامت په ورځ به ئې موږ د الله تعالی په حضور کي شکايت وکړو،بياکه ئې د جواب توان درلود وبه ئې وايي!!!

ګورو چي اوس له دې دواوړ جهادي صفونو کوم يو د خپل محبوب پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عزت او ناموس ساتني په ږغ لبيک وايي او له هغه بل لوري سره دکفارو په ضد د يووالي ستر ابتکار او افتخارګټي!!!

دغه راز  منتظر يو چي د نړۍ د  کوم اسلامي هيواد مشر په خپل هيواد کي د هغه نظام د نفاذ اعلان کوي چي د بشريت ستر لارښود نړۍ ته ورکړی او د همدې نظام له امله ئې شيطاني کړۍ د دښمنۍ په اور کي سوځي، دغه رازعام مسلمانانڅومره د خپل ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم په اُسوه عمل کوي، په فردي او اجتماعي ژوند کې د لاري مشال ګرځوي!!!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهدفولاد
میلمه
مجاهدفولاد

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
دروندلیکوال محترم صمیم کټوازی صیب الله تعالی دی په عمر،قلم،اواز،کی برکت واچوه
یقیناچه دګردامت مسلمه لپاره دایوه ماسټراستراتیژی ده تاسوخپل حق اداکړی تاسودقلم کرښی،خپل اواز عامومسلمانانو،حکومتونو،جهادی تنظیمونوته ورساووعمل ددوی کارده