د افغانستان په ختیځ کې درې نور عسکر ووژل شول

daed_bodies_cases_reaches_to_usنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو درې تنه عسکر د افغانستان په ختیځ کې ووژل شول.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې وویل شول، چي تیره ورځ ۲۰۱۱-۴-۱۴ د افغانستان په ختیځ کې کې د یوې چاودنې له کبله د ایساف دوه سرتیري ووژل شول، او همداسي په خیتځ کې د یوې بلي چاودني له امله هم یوه بل بهرني عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددې عسکرو د وژل کېدلو په اعلان سره ایساف دا ومنله چي د رواني میلادي میاشتي د لومړۍ ورځي څخه تر اوسه ۶۲ بهرني عسکر وژل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د