افغانستان

ملا عبد الروف خادم اوس هم د اسلامي امارت تر بیرغ لاندي جنګیږي – سرچینه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د طالبانو یوې جګ پوړي سرچیني د نوم نه څرګندولو په شرط تیره شپه نن ټکی آسیا ته وویل چې ملا عبد الروف خادم په هلمند ولایت کې د بهرنیانو او دولتي ځواکونو په خلاف د اسلامي امارت (طالبان) تر قوماندي لاندي جنګیږي، او کله یې هم د جلا کیدو او یا د اسلامي دولت یا نورو ډلو سره د یو ځای کیدو فکر نه دی کړی، او نه یې هم د اسلامي امارت تر سپین بیرغ تیره بل بیرغ پورته کړی.

نوموړي وویل چې دا هسی بې ځایه تبلیغات او استخباراتي هڅې دي، او ددوی دښمنان غواړي چې په دې ډول تبلیغاتو خپلي شومي موخي او نا څرګند اهداف تر لاسه کړي.

نوموړي وویل چې ملا عبد الروف خادم اوس هم اسلامي امارت ته په احترام قایل دی، او د اسلامي امارت تر بیرغ لاندي جنګیږي.

ملا عبد الروف خادم چې د ګوانتنامو پخوانۍ بندي دي، د بند څخه د خلاصېدو وروسته یو ځل بیا د طالبانو لیکو ته ور ګډ شوی، او په نظامي چارو کې په لوړو دندو ګمارل شوی.

نوموړي په اړه ویل کیږي چې اوس مهال په هلمند ولایت کې خپل نظامي ځواک او عسکري ډلګۍ لري، او هلته د دولت په خلاف عملیات کوي.

باید وویل شي چې وروسته تر هغه چې په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر ټیټ رتبه قومندانانو د اسلامي دولت (داعش) سره بیعت کړی، له هغه راهیسي د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه د تورو بیرغونو او مخ پوټو طالبانو په اړه وخت نا وخته خبرونه ورکول کیږي، چې د طالبانو سرچیني یې هسی تبلیغاتي هڅه بولي، او ددوی د متحد صف د تقسیم یوه دسیسه یې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x