نړۍ

لاهور: اسلامي دولت سره د تړاو په تور درې کسان نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۲، ۱۳۹۳ل): د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې په لاهور کې یې درې کسان نیولې، چې له اسلامي دولت (داعش) سره یې اړیکې لرلې او له پاکستانه یې سوریې ته د جنګیالیو په استولو کې کومک کاوه.

د امنیتي سرچینو په حواله په ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې د پاکستان استخباراتو تیره شپه په لاهور ښار کې درې کسان ونیول چې له هغو څخه یې یو سوري الاصله پاکستانی (یوسف السلفي) دی، چې عمر یې نږدې څلویښت کاله دی، دوهم کس حفیظ الطیب، او دریم دکتور فواد نومیږي.

امنیتي سرچینو د دغو کسانو په اړه ادعا کړې چې له اسلامي دولت سره یې اړیکه لرله او سوریې ته یې د جګړې په موخه له پاکستانه جنګیالي لیږل.

د پاکستاني امنیتي ادارو په دې وروستیو کې په پاکستان کې دننه په مدارسو، مساجدو او علماوو باندي څارنه زیاته کړې، او د «ایکشن پلان» په نامه باندي یې د اسلامي ډلو او شخصیاتو په ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې له کبله یې په دغه هیواد کې په ځینو مدارسو او ګوندونه بندیزونه ولګېدل، او په دیني کړیو کې ویره ګډه شوی چې دغه عملیات به په راتلونکو کې په دیني مدارسو، او مساجدو ډیر بد اغیز وکړي.

باید وویل شي چې دوه ورځي وړاندي په اسلام اباد کې په لسګونو امامان په دې تور نیول شوي وه، چې ولي یې د لاوډ سپیکرانو د بندیز په خلاف له اعلان سره- سره له دغه وسایلو څخه کار اخیستی.

د پاکستان په غټو ښارونو کې د مساجدو او مدارسو له خوا د لاوډ سپیکر په استعمال باندي بندیز اسلامي او دیني کړۍ اندیښمنې کړي دي، او دا ویره یې پیدا کړې چې ښايي دغه بندیزونه په راتلونکې کې تر دې هم زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x