افغانستانخبرونه

کابل: د فرانسې سفارت مخې ته احتجاجي لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار مهال کابل کې د فرانسې سفارت مخې ته سلګونو کسانو په دې هېواد کې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه و سلم ته د منسوبو توهین آمېزه کارتونونو د غندنې په موخه پراخ لاریون وکړ.

لاریون د ذنبق له څلورلارې پیل او تر انقره څلورلارې پورې یې دوام وکړ او د فرانسې سفارت مخې ته د پرېکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسېد. د نن لاریونوالو په پښتو ، دري، انګلیسي او فرانسوي د «رهبر محبوب ما، محمد محمد، پيشوا و قدوه ما، مصطفی مصطفی او زموږ لارښود زموږ رهنما، مصطفی مصطفی» شعارونه زمزمه کړل.

د نن ورځې لاریون په کابل کې د جمعیت اصلاح له خوا رابلل شوی و. د لاریون پر مهال د جمعیت اصلاح مشر، ډاکټر عبدالصبو فخري رسنیو سره په خبرو کې وویل: «لوېدیځ باید پوه شي چې موږ مسلمانان په ټوله دنیا کې سوله غواړو، مګر کله چې زموږ پیغمبر او زموږ مقدساتو ته سپکاوی وشي بیا نو چوپ نه شو پاتې کېدای». ښاغلي فخري زیاته کړه: «د فرانسې حکومت باید د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه رسماً بښنه وغواړي او ژمنه دې وکړي چې بیا به دې هېواد پورې اړوند هېڅ ارګان اسلامي مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي».

همداراز د فرانسې سفارت په غوښتنه د لاریونوالو له خوا درې تنه سفارت ته ورغلل او د افغانستان د خلکو احتجاج یې تر سفیره ورساوه.

د فرانسې دوم کونسل، «ایف مانویل» لاریونوالو سره ژمنه کړې وه چې د دوی احتجاج به د فرانسې سفارت او د هغوی له لارې د فرانسې حکومت ته رسوي.

په اسلامي نړۍ کې د فرانسې پر ضد هغه مهال لاریونونو زور نیولی چې تېره اوونۍ په فرانسه کې «چارلي هېبډو» طنزیه مجلې یو ځل د اسلام ستر پیغمبر ته منسوب کارتونونه رسم او په لوړ تيراژ يې خپاره کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x