هلمند: د لښکرګاه په ښار کې چاودنه وشول
نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن سهار یوه چاودنه وشول، چي له کبله يې د عیني شاهدینو په وینا ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.
چاودنه نن سهار د لښکرګاه ښار د مرکزي ماموریت سره نیژدې د لغړي مسجد په سیمه کې را منځته شوه.
له پيښي وروسته سیمه امنیتي ځواکونو محاصره کړه، او د لغړي مسجد ملا امام يې د چاودني سره د تړاو په تور نیولی.