نړۍ

د سعودي ۹۱ کلن باچا ملک عبدالله ومړ

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې، ۳، ۱۳۹۳ل): د سعودي رسمي تلويزون د شاهي ماڼۍ له قوله اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز تېره شپه يوه بجه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او پر ځای يې د هغه کشر ورور سلمان بن عبدالعزيز پاچا او شهزاده مقرن د پاچا ولي عهد وټاکل شو.

عربي رسنۍ وايي، چې نن مازديګر د سعودي پلازمينه رياض کې به د پاچا عبدالله جنازه وي.

د الجزيرې تلويزون خبريال له رياض نه په خپل راپور کې وويل چې امير سلمان بن عبدالعزيز د سعودي نوی پاچا وټاکل شو او شهزاده مقرن يې نوی ولي عهد شو.

راپورونه وايي، چې د سعودي ولس به نوي پاچا او ولي العهد سره نن ماخستن ناوخته خپل بيعت اعلانوي.

د سعودي پخوانی پاچا ملک عبدالله د تېر ډيسمبر په ۳۱مه نېټه د پلازمېنې رياض په نظامي روغتون کې داخل شوی و او ډاکټرانو ويلي و، چې پاچا په نمونيا ناروغۍ اخته دی او سږي يې له منځه تللي او د ساه اخيستو لپاره يې نوي مصنوعي پايپونه ورلګولي او له هغې وروسته هيچا ورسره نه و ليدلي، تر دې، چې تېره شپه يوه بجه يې د وفات اعلان وشو.

عربي رسنيو داسې راپورونه هم ورکړي و، چې څو ورځې وړاندې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د ملک عبدالله د ليدو په موخه د سعودي پلازمېنې رياض ته تللی و، نو د ملک عبدالله د ليدو اجازه نه وه ورکړای شوې او يوازې د پاچا زوی امير متعب سره يې ليدلي و.

ځينو لويديزو رسنيو د سعودي سرچينو له قوله ليکلي و، چې ملک عبدالله د روانې مياشتې په پیل کې مړ شوی و او شاهي کورنۍ يې د مرګ اعلان نه کاو؛ ځکه چې شاهي کورنۍ کې د واک پر سر شخړې او ناندرۍ روانې وې.

د سعودي شپږم پاچا

ملک عبد الله بن عبدالعزیز په ۱۹۲۴م کال د ریاض په ښار کې زیږیدلی او سعودي د شاهي کورنۍ شپږم پاچا او د ملک عبدالعزيز دولسم زوی و، چې د ۹۱ کالو په عمر له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

ملک عبدالله د سږو تکليف سربېره د ملا په رنځ هم اخته و او د تېرو درې کالو په ترڅ کې يې د ملا څلور عملياتونه کړي و.
ملک عبدالله ۲۰۰۵م کال کې د خپل مشر ورور ملک فهد له مرګ وروسته د سعودي شپږم پاچا ټاکل شوی و.

ملک عبدالله نږدې پنځوس کاله د سعودي د امنيتي ځواکونو مشر و او د خپلې واکمنۍ د لومړيو پنځو کالو پورې يې دغه دنده ترسره کړه او وروسته يې خپل زوی امير متعب پر دغه دنده وټاکه.

ملک عبدالله د ۹۱ کالو په عمر په داسې وخت کې ومړ، چې شاهي کورنۍ د واک پر سر په شخړو او ناندريو اخته دي او هر يو يې هڅه کوي، چې ځانونه لويو څوکيو ته ورسوي، تر څو خپل زامن او لمسيان پر مهمو دندو وګماري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x