شعـــــرونه

عرفاني: ګرځمه ګل پسې اغزي لټوم

ګرځمه ګل پسې اغزي لټوم
سپېره خزا ن دی پسرلي لټوم

دازادۍ ليلی ته هار جوړوم
دسندپه تل کې سپين غمي لټوم

چې په کتو يې ځما روح تازه شي
دطالب سترګې خماري لټوم

سېرابوم پرې تږي تږي زړونه
جام مې په لاس کې دی ساقي لټوم

چې لږ ېدلي وي پرکاڼوباندې
دعاشقانومات تندي لټوم

ور پسې ځمه دصحرا پرلو ري
دخوږې مينې لېوني لټوم

ګرم دی بيا نن دغزاوو ميدان
لر او بر تورو ته زلمي لټوم

ورځم پرې ليکم يو دمينې غزل
رانه ورک شوی عرفاني لټوم

عرفان الله عرفاني‎ ‎‏ لټون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x