( ۳۷۹یم ) برتانوي عسکر په هلمندکې خپل سروخوړ
دبرتانې ددفاع وزارت وایې چې یوبل عسکریې نن دافغانستان په جنوب کې دطالبانوپه یوه برید کې ووژل شو.دوزارت له خوارسنیوته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوبرطانوي عسکر دافغانستان په جنوبي برخه هلمندولایت د نهرسراج سیمه کې دماین په یوه برید کې الوزول شوی دي،بایدوویل شي چې
یادمرګ په افغانستان کې دبرتانوي عسکرو۳۷۹ مرګ وو کوم چې ددفاع وزارت له خوامنل شوي او اعلان شوي دي .همداراز دبهرنیوځواکونوايتلاف ناټو په یوه خبرپاڼه کې وايې چې ، نن یې یوبل عسکرله طالبانوسره په یوه نښته کې دافغانستان په ختیځ کې ووژل شو،په خبرپاڼه کې له عادت سره سم دجګړې کره ځای او دوژل شوي عسکر هویت نه دي څرګندشوي . اونه هم دجګړې نورجزیات په کې په ګوته شوې دي
ندیم توخي