نړۍ

يمن : ولسمشر او لومړي وزير استعفا اعلان کړه

نن ټکی اسيا (جمعه، سلواغې۳مه، ۱۳۹۳ل) : د يمن پلازمېنه صنعاء کې د ايران پلوه حوثي ملېشو له سختو جګړو وروسته  د يمن ولسمشر عبدربه منصورهادي او لومړي وزير خالد بحاح خپلې استعفاوې اعلان کړې .

حوثي مشرانو د دې هېواد د ولسمشر او لومړي وزير د استعفا ملاتړ کړی او د حوثيانو يو مشر ابو مالک يوسف الفيشي د ولسمشرۍ لپاره د يوې شورا جوړولو غوښتنه هم کړې . ياد حوثي مشر ويلي د دې شورا مشري به حوثيان کوي خو پوځ او يو شمېر نورې سياسي ډلې به هم پکې شاملې وي .

حوثي ملېشو د دې هېواد د ولسمشر او لومړي وزير له استعفا مخکې ويلي ؤ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر د کور له شاوخوا به هيڅکله په شا نه شي .

حوثيانو د دې اونۍ پيل کې د لومړي وزير په هغه  موټر چې دی پکې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته روان ؤ ، ډزې وکړې او وروسته يې دغه سيمه کلا بنده کړه . دوی همدارز تر دې مخکې د يمن د ولسمشر د دفتر مشر هم تښتولی ؤ .

د يمن ولسمشر او لومړي وزير د خپلو استعفا ليکونو متنونه د دې هېواد پارلمان ته سپارلي خو ځينو رسنيو ويلي چې د يمن پارلمان د استعفا ليکونو له منلو ډډه کړې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x