نیوزیلینډ بیا هم د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۳ل): نن د نیوزیلینډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو لوبو پنځمه لوبه وه. نیوزیلینډ دغه لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او دګر ساتنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکل شوي اورونو کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۰ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ایلویټ په ۹۶ توپونو ۱۰۴ او رونچي په ۹۹ توپونو ۱۷۰ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

د سریلانکا لپاره کلاسیکرا او ترېمانې دوه دوه ویکټې واخیستې. کلاسیکرا خپل ۱۰ اورونو کې ۷۱ او ترېمانې خپل ۷ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې.

سریلانکا وروسته له ۲۵۲ منډو جوړولو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او پنځم یو ورځنۍ لوبه کې يي هم د نیوزیلینډ په وړاندې په ۱۰۸ منډو ماتې وخوړه.

سریلانکا لپاره دلشان په ۱۰۶ توپونو ۱۱۶، ترېمانې په ۶۵ توپونو ۴۵ او جیوردنې په ۲۹ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره بولټ ۴ او سوتي، میککلینګان او ایلویټ دوه دوه ویکټې واخیستې. بولټ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۴، سوتي خپل ۷.۴ اورونو کې ۴۲، میککلینګان خپل ۸ اورونو کې ۵۶ او ایلویټ خپل ۹ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د