افغانستان

د بهرنیو ځواکونو دوه عسکر د افغانستان په ختیځ کې ووژل شول

Senior Airman Zenna Tunnell closes the doors of a transfer vehicle holding transfer cases containing the remains of Army Spc. Jameel T. Freeman, Army Spc. Patrick L. Lay II, Army Pfc. Reuben J. Lopez and Marine Cpl. Nicholas S. Ott  Saturday, Aug. 13, 2011 at Dover Air Force Base, Del. According to the Department of Defense, Freeman, of Baltimore, Lay, of Fletcher, N.C. , and Lopez, of Williams, Calif. , died while supporting Operation Enduring Freedom and Ott, 23, of Manchester, N.J. , died Aug. 10, 2011 while conducting combat operations in Helmand province, Afghanistan.نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر خپل د دوو عسکرو مرګونه اعلان کړه.

په دغه اړه د بهرنیو ځواکونو د رسنیز دفتر څخه نن دوې خبرپاڼي خپرې شوې، چي په لومړی خبرپاڼه کي وویل چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځ کې د یوې غیرجنګي پيښي له امله د ایساف یو ټپي شوي عسکر خپله ساه ورکړه.

په خبرپاڼه کې د پيښي د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په یوه بله خبرپاڼه کې چي هم نن خپره شول، د ایساف له خوا اعلان وشو چي نن د افغانستان په ختیځ کې ددوی یو تن عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو.

په خبرپاڼي یو ځل بیا د پيښي دقیق ځای او د نه د برید څرنګوالي څرګند شوی، خو نن طالبانو د پروان ولایت پر مقام باندي برید کړی وو، او دعوه یې کړې وه چي ددوی په نني برید کې ۴۴ تنه بهرني او کورني چارواکي او عسکر مړه او ۳۷ نور ټپیان شول.

د ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی آسیا ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کي وویل شول، چي طالبانو نن د ولایت پر مقام په داسي وخت کې برید وکړ چي په کښي د بهرنیو ځواکونو چارواکو د سیمه ایزو چارواکو سره په یوه مهمه غونډه بوخت وه، هغه وویل کله چي طالبانو پر دغه ودانۍ برید وکړ هلته یو ملکي کس نه وو، ځکه چي هلته یو مهمه غونډه روانه وه، او په ودانۍ کې بهرني عسکر موجود وه، او په داسي وختونو کې عموما هلته ملکي کسانو ته اجازه نه ورکول کیږي.

باید وویل شي چي تر اوسه د بهرنیانو له خوا خپل د ۵۹ عسکرو وژل کیدل اعلان سول، خو دا شمېر د ازادو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی، او ځیني شنونکي په دې اند دي چي بهرني ځواکونه خپل د مړو په پټولو کي د زیاتي مبالغې څخه کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x