استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته د لوبې په وروستیو شیبو کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر وګټله او دګر ساتنې پریکړه يي وکړه. انګلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۳ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د انګلینډ لوبډلې لپاره بېل په ۱۲۵ توپونو ۱۴۱ منډې، رووټ په ۷۰ توپونو ۶۹ منډې او علي په ۴۸ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره ساندو دوه ویکټو اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د منډو ورکولو اوسط يي د لوبې په پای کې ۴.۹ و.

استرالیا ټاکل شوی هدف خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۴۹.۵ اورونو پوره او د لوبې په وروستیو شیبو کې يي د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انګلینډ لپاره وکس، علي او فېن دوه دوه ویکټې واخیستې. وکس خپل ۹.۵ اورونو کې ۵۸، علي خپل ۱۰ اورونو کې ۵۰ او فېن خپل ۱۰ اورونو کې ۶۵ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د