نړۍ

ملک عبد الله خاورو ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې، ۳، ۱۳۹۳ل): نن د جمعې په ورځ د مازدیګر لمانځه وروسته د پلازمینې ریاض «ترکي بن عبد الله» مسجد کې د سعودي عربستان د پاچا عبد الله جنازه وشوه.

د نوموړي جنازه د سعودي مشر مفتي «شیخ عبد العزیز ال شیخ» په امامت ادا شوه.

د ملک عبد الله په جنازه کې د نړۍ د ګڼو نورو مشرانو تر څنګ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم ګډون کړی وه.

د ملک عبدالله جنازه د سعودي مشر مفتي «شیخ عبدالعزیز آل شیخ» په امامت ادا شوه
د ملک عبدالله جنازه د سعودي مشر مفتي «شیخ عبدالعزیز آل شیخ» په امامت ادا شوه

ایران که څه هم د ملک عبد الله په مړینه غمرازۍ څرګنده کړې وه خو اعلان یې کړی وه چې په جنازه کې به یې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر «محمد جواد» ګډون وکړي.

له جنازې وروسته د ملک عبد الله مړی د ریاض په «عود» هدیره کې د خپل پلار د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبد العزیز د یو فرمان له مخې امر کړی چې نن د ماښام لمانځه وروسته دې د هیواد په ټولو مسجدونو کې یو ځل بیا د ملک عبد الله غایبانه جنازې وشي.

ملک عبد الله د سعودي عربستان له تاسیس وروسته د دې هیواد شپږم پاچا وه
ملک عبد الله د سعودي عربستان له تاسیس وروسته د دې هیواد شپږم پاچا وه

په سعودي عربستان کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شوی خو ویل شوي چې د سعودي بیرغ به نیم ځوړند نه وي. سعودي حکومت دا پریکړه د علماوو شوری په سپارښتنه کړې او لامل یې دا په ګوته کړی چې د دې هیواد په ملي بیرغ د توحید مبارکه کلمه لیکل شوې چې باید همیشه لوړه وساتل شي.

باید وویل شي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملک عبد الله په مړینه خواشینې ښودلې او نوموړی یې د امریکا د «مهم ملګري» په توګه یاد کړی. اوباما ویلي چې ملک عبد الله «زړور مشر» وه او له امریکا سره یې اړیکي په زړورتیا پاللې.

د سعودي علماء وايي چې په د توحید مبارکې کلمې ته په احترام، باید ملي بیرغ نیم ځوړند نه وي
د سعودي علماوو ویلي چې په د توحید مبارکې کلمې ته په احترام، باید ملي بیرغ نیم ځوړند نه وي

همدا راز د ارتودکسو نصاراوو پاپ «توادروس» هم له سعودي ولس سره د ملک عبد الله په مړینه غمرازې ښکاره کړې او نوموړی یې «د عربيت او اسلامیت سمبول او د عربي نړۍ هوښیار» په نامه یاد کړی. پاپ زیاته کړې چې تاریخ به هیڅکله د ملک عبد الله هغه ګامونه هیر نه کړي چې د عربي او اسلامي نړۍ لپاره یې اوچت کړي.

ملک عبد الله د سعودي عربستان له تاسیس وروسته د دې هیواد شپږم پاچا وه، چې تېره شپه د ۹۱-۹۵ کلونو په عمر د تل لپاره له نړۍ څخه وکوچید.

ملک عبدالله تېره شپه د ۹۱- ۹۵ کلونو په عمر د تل لپاره له نړۍ څخه وکوچید
ملک عبدالله تېره شپه د ۹۱- ۹۵ کلونو په عمر د تل لپاره له نړۍ څخه وکوچید

خو ځينو سرچینو ویلي چې ملک عبد الله د روانې میلادي مياشتې په پیل کې مړ شوی وه او شاهي کورنۍ يې د مرګ اعلان نه کاوه؛ ځکه چې په دې کورنۍ کې د واک پر سر شخړې او ناندرۍ روانې وې.

ټاکل شوې چې نن به په ځايي وخت د ماسخوتن لمانځه وروسته په شاهي ماڼۍ کې له نوي پاچا سلمان بن عبد العزیز سره د بیعت چارې پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
fazal agha khaksaar

دمعلوماتو څخه دی مننه

jamil

الله پاک دی ورسره خپله سخته محاسبه وکری داد نصاراوو ملګری اودامریکا غلام

zarifi

ډیر ښه شو چي ومړ یو دا چي نور تر وخت تیر وو بل دا چي له امریکایي پاپانوسره به یو ځای شوی وي
او اوس به دخپل ناوړه عمل حساب ورکوي
خدای دي نور بې دینه او بې ضمیره هم دځمکې له سره واخلي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx