د پروان د ولایت پر مقام برید کې تر ۳۰ زیات دولتي چارواکي او پولیس وژل شوي دي

governor_house_of_parwan_province_under_attackنن ټکی آسیا: نن د پروان ولایت پر مقام باندي وسلوال برید وشو، چي له کبله يې زیاته مرګ ژوبله رامنځته سوله.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې وویل شول، چي هغه برید چي نن سهار پر یولس نیمو بجو د پروان ولایت پر مقام باندي د طالبانو له خوا تر سره شو، په کښي ۱۹ تنه ووژل شول، او چي پنځه يې پولیس او نور يې د ولایت ملکي کار کوونکي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چي لومړی د ولایت مخته د کرولا موټر بم په واسطه چاودنه تر سره شوه، او بیا وروسته ۵ تنه بریدګر د ولایت مقام ته ننوتل، او هلته يې خپل بریدونو ته دوام ورکړ.

د پروان ولایت د رغتون مشر ډاکټر عبد الولي قادري هم رسنیو ته ورته معلومات ورکړی، او زیاته کړې چي د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښني وړ دی.

باید وویل شي چي د پروان ولایت ځیني نور امنیتي سرچیني د مړو او ټپيانو شمېر تر   ذکر شوی شمېر زیات ښيي.

ځینو سرچینو ویلي چي په نني بریدونو کې تر ۳۰ زیات کسان مړه او هم زیات شمېر نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د پيښي پړه يې هم پرغاړه واخیست وویل چي طالبانو یوازي د ولایت پر مقام برید نه دی کړی، بلکي امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ودانۍ هم په برید کې شاملي وې، او په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه چي بهرني او افغاني چارواکي او عسکر په کښي شامل دي، مرګ ژوبله ورته ورسیده.

که څه د پروان امنیتي چارواکو مخکي لا اعلان وکړی چي جګړه ختمه شوه، خو طالب ویاند تر ډیره د جګړې د دوام خبر ورکوی.

پروان ولایت چي د شمالي ټلوالي او طالبانو د مخالفینو یو مهم مرکز بلل کیږي، په هغه کي د طالبانو دغه سي بریدونو پر دې دلالت کوي چي نور طالبانو د هغوی په مرکزي سیمو کي هم نفوذ پیدا کړی، او اوس طالبان کولای سی چي د کابل په هر اړخ کې په پراخه کچه عملیات تر سره کړي، چي دا په افغانستان کې د امریکایانو او نورو غربي ځواکونو د تیرو لسو کلونو لپاره شتون تر سوال لاندي راولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د