افغانستان

کابل: زرګونو کسانو د فرانسې د سفارت تړلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، سلواغې۳مه، ۱۳۹۳ل) : نن د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار زرګونو اوسیدونکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاريکاتور خپرول د يوه ستر لاريون په ترڅ کې په سختو ټکو وغندل او له ګډ حکومته يې وغوښتل چې په کابل کې د فرانسې سفارت وتړي.

لاریون د کابل زرنګار پارک ته نېږدې په منظمه توګه سهار مهال پیل شو او د ګستاخانه مجلې چارلي ابدو لخوا خپاره شوي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کاريکاتور خپرول يې په سختو ټکو وغندل.

د پلازمېنې کابل د یو مسجد خطيب رسنيو ته ویلي چې د فرانسوۍ مجلې له خوا د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوبو کاريکاتورونو خپرول د فرانسې له خوا له ټولو مسلمانانو سره د جنګ اعلان دی. ده زیاته کړې چې دولتي عسکر بايد تر هر څه وړاندې لومړی د اسلامي مقدساتو ساتنه وکړي «ځکه چې له هېواد او خاورې اسلام اهم دی.»

مظاهره کوونکو اسلام زنده آباد، قرآن زنده آباد، مرګ په فرانسه، مرګ په ټولو کفارو او نور شعارونه ورکول.

ننی لاریون چې د کابل په نېږدې ماضي تر ټولو ستر لاریون و او زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و، د «پروژيي رسنیو» لخوا ورته هیڅ پوښښ ورنکړل شو. په ټولنیزو رسنیو کې ولسي وګړو دغه رسنۍ د مسلمان ضد او د ایساف «پروژيي رسنۍ» بللي دي.

فیسبوکي فعالان وايي چې پروژيي رسنۍ هغه لاریونونو ته چې د مسلمان او اسلام پر ضد دایریږي او د نشت برابر تعداد په کې ګډون کوي، رسنیز پوښښ ورکوي، ولې دغسې لاریون ته چې زرګونو کسانو په ګډون کوي، هيڅ یوه رسنۍ نه ورځي.

ګډونوالو د لاریون په پای کې يو پرېکړه ليک صادر کړ، چې په کې راغلي وو: «موږ له افغان حکومته غوښتنه کوو چې په دې اړه يوازې په لفظي غندنې بسنه ونکړي بلکې بايد د فرانسې سفارت په کابل کې وتړي او سفير يې وشړي»،

په داسې حال کې چې د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني د فرانسې په مجلې برید په کلکو ټکو غندلی و او د وژل شوو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې وه.

نوموړي همدا راز د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کارتونونو خپرول ناړوه عمل بللی و.

تر دې وړاندې هم په کابل کې څو ځله د فرانسې د مجلې پر ضد لاریونونه شوي وو او تېره ورځ د هېواد څلور ديرشو ولايتونو علماوو هم له حکومته په کلکه وغوښتل چې د فرانسې سفارت وتړي.

ننی لاریون که څه هم رسنیو ورته د پام وړ توجه نه ده کړې په تېرو څو کلونو بې سارې و، او ویل کیږي چې په نېږدې ماضي کې کابل دغه ډول لاریون نه دی شوی.

د یو بل خبر له مخې د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ، قلعه حیدر سېمه کې نن د جمعې ورځ د چارلي ابدو او فرانسې پر ضد لويه مظاهر وشوه.

ولسي وګړو د چارلي ابدو مجلې ګستاخانه او له انسانیته لرې عمل په کلکو ټکو وغندلو او له ګډ حکومته يې وغوښتل چې په کابل کې د فرانسي سفارت وتړي.

راپورونه وايي چې د کابل مظاهره نن له کوم تاتریخوالي څخه پرته پای ته ورسېده خو د پغمان مظاهره کې بیا د پولیسو لخوا پر مظاهره کوونکو ډزې شوي.

په کابل کې د نن ټکي اسیا همکار وايي چې مظاهر هغه مهال په تاوتریخوالي واوښتله چې مولوي نیک محمد باندې پولیسو ډزې وکړې.

نوموړی زیاتوي چې ډزې هوايې وې او ورپسې پولیسو مظاهر کوونکو په وهلو ټکولو پیل وکړ چې له امله یې خلک یو خوا بل خوا تیت و پرک شول.

تر دې دمه ددغې مظاهرې په اړه د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مهاجر فراهی

زما په آند هيواد وال باېد ددي غلامو رسنيو په خلاف يو مهم اوټاکونکي قدم واخلي

ميرويس

زموږ د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم سره د ايمان او ميني غوښتنه (تقاضا) همدا ده چي بايد ټول اسلامي هيوادونو خپل سفيران خپل خپل هيوادو ته را غوښټي واي او د فرانسي سفير خصوصا او د نورو کفري هيوادو ټول سفيران يي ور شړلي واي۔ دا کار خو د ټينګ ايمان په زور کيداي سواي۔ خو اي صد افسوس زموږ پر واک خوښونکو چي دا کار يي ونکړاي سواي۔ ځکه چي دوي ټول د غربيانو لاس پوڅي دي،نو داسي کار کله کولاي سي بيله ترکيي د اولس مشر طيب اردغان نه،چي هغه دا کار وکړي۔

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x