نظــر

د سعودي نوی پاچا: د بريا چانسونه او ننګونې

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمد جرس
د سعودي عربستان پخواني پاچا، عبدالله مرګ د سعودي ولس لپاره ستره «اصلاحي» ضياع ده او داسې يو مشر يې له لاسه ورکړ، چې د ماډرنيزم پلوی و او غوښتل يې، چې ټولنه کې اجتماعي، سياسي او اقتصادي تغييرات راولي، مګر د ده عمر او روغتيايي حالت، د ديني قشر مخالفت، سيمه کې د عربي پسرلي اغېزې او د هېواد دننه او بهر د جهادي ډلو قوت د هېواد په شمال کې اسلامي دولت او سويل کې القاعده د نوموړي د هيلو پر وړاندې خنډونه وو.

ملک عبدالله، چې چا په پوره معنا پيژانده او اړيکي يې ورسره وې، نو د هغه په ښه والي، کوچيتوب، عربيت، د پرېکړې قوت او د فساد پر ضد د نوموړي هڅې يې د ملک عبدالله ځانګړنې بللې.

ملک عبدالله غوښتل، چې د خپلې کورنۍ دننه او بهر د فساد پر ضد چټک ګامونه پورته کړي او په دې اړه ډېر بريالی نه شو، مګر داسې هم نه و، چې د نوموړي ټولې هڅې بې ځايه لاړې.

د سعودي متوفی پاچا هېواد کې ډېرو محرمو شيانو ته اجازه ورکړه. د ساري په توګه د نجونو او هلکانو لپاره يې د ساينس او ټيکنالوژي ګډ پوهنتون جوړ کړ، چې هلته اوس هلکان او نجونې په يو ښوونځي او لابراتوار کې څنګ په څنګ کيني او زرګونه هلکان او نجونې يې لويديزو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ولېږل.

ملک عبدالله همدارنګه د لومړي ځل لپاره د سعودي شورا کې ښځو ته استازيتوب ورکړ.

د نوموړي د واکمنۍ پر مهال «عرب سولې پلان» اسراييلو سره نرمې اړيکي، د مذهبونو تر منځ د مذاکراتو او بيا د اديانو تر منځ د ملګرتيا او ورورۍ فکر په اسلامي نړۍ کې د ده ځانګړنه وه، مګر د نوموړي ټولې هڅې يوازې په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې محدودې وې او په سياسي اړخ کې يې هڅې ډېرې کمې وې.

زموږ په ګډون ډېر خلک د سعودي د پخواني پاچا په کړنو نيوکې کوي، په ځانګړې توګه اسراييلو سره د عربو د سولې هڅې او د سعودي پاچا د اسراييلو پر وړاندې له ډېر څه تېر شو مګر هيڅ ګټه يې ورته ونه کړه «د عرب سولې پلان له مخې ملک عبدالله اسراييلو ته وويل، چې ۱۹۶۷م کال د جګړې په ترڅ کې يې چې کومې سيمې نيولي، هغه دې خوشې کړي دوی به يې په رسميت وپيژني» او ځينو لوړپوړو چارواکو د سعودي د دې کړنو دليل دا ښوده، چې دا کار يې د امريکا د هغې غوسې د کمولو په موخه کړی، چې ۲۰۰۱م د سپتمبر د ۱۱مې پېښه کې د ګڼو سعودي ځوانانو د لاس لرلو له امله سعودي ته په غوسه وه، مګر په دې خبره بايد ځانونه پوه کړو، چې د امريکا غوسه راکمول يو شی دی او پر اسلامي او عربي اصولو لوبې بل شی دی.
د سعودي عربستان نوی پاچا، سلمان بن عبدالعزيز تېر پنځه کلونه په پټه خوله تېر کړل او هيڅ کوم ګام يې نه دی اخيستی، چې د ده او د واک تر منځ خنډ شي او تېره ورځ يې، چې د لومړي ځل لپاره د پاچا په توګه واک تر لاسه کړ، نو لومړی يې د پخواني پاچا سکرتر او د ډېرو رازونو ساتونکی خالد التويجری له دندې ګوښه کړ، د شاهي امر له مخې يې د شاهي کورنۍ قوي سړی محمد بن نايف د کورنيو چارو وزير او د ولي عهد مرستيال وټاکه او خپل زوی شهزاده محمد بن سلمان د خپل دفتر رييس او دفاع وزير وټاکه.

ملک سلمان په دې کار سره د پخواني پاچا ملک عبدالله پر زوی امير متعب د واک لارې بندې کړې او په دې تمه يې کيناهو، چې وروسته به يې په پر يوه مهمه دنده وګوماري.

ملک سلمان بن عبدالعزيز د واک د تر لاسه کولو په لومړيو کې دوه مهم کارونه وکړل:

لومړی کار يې دا وکړ، چې د شاهي کورنۍ «سديري» څانګه يې بېرته واک ته ورسوله او د سديري دوه ځوانان يې پر مهمو څوکيو وټاکل.

محمد بن نايف يې د کورنيو چارو وزير او د ولي عهد ولي او خپل زوی محمد بن سلمان يې دفاع وزير او د خپل دفتر ريس وټاکه.

دوهم کار يې دا وکړ، چې د سعودي د بنسټګر ملک عبدالعزيز لمسيانو ته يې د واک لېږد پيل کړ او د نوي پاچا په وينا دا کار يې د وفا او اهليت پر بنسټ کړی دی.

دا اوس طبعي خبره ده، چې د نوي پاچا دا پرېکړه به د شاهي کورنۍ د ځينو خوښي او د ځينو نورو د خوابدۍ لامل شي. په دغو کسانو کې د شاهي کورنۍ مشران غړي لکه نواف، مشعل، طلال بن عبدالعزيز او ځوانان، چې د واک د ترلاسه کولو هڅې کوي، د ساري په توګه د ملک فيصل زامن «سعود، خالد او ترکي» د شهزاده سلطان زامن «بندر او خالد» د شهزاده طلال زامن«وليد، خالد او ترکي» د ملک فهد زامن «محمد او عبدالعزيز» او د اوسني مړ شوي پاچا عبدالله زامن «متعب، مشعل او عبدالعزيز» او دا ليست نور هم ډېر اوږ دی.

د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان تېره ورځ واک تر لاسه کړ او اړ دی، چې واک داسې وويشي، چې د شاهي کورنۍ د غړو غوسه او اختلافات له منځه يوسي او يا يې کم کړي.

دا څرګنده خبره ده، چې ملک سلمان د پخواني پاچا عبدالله د ناروغۍ پر مهال پاچاهۍ ته ځان تيار کړی و او په دې اړه يې خپل پلانونه او کړنلارې لا وار د مخه تيار کړي دي.

د سعودي شاهي نظام پاچا ته دا واک ورکوي، چې ولي عهد لرې او پر ځای يې بل څوک ولي عهد کړي. ملک سلمان خپل شاهي امر صادر کړ، چې د سعودي د بنسټګر کشر زوی ۶۹ کلن شهزاده مقرن يې ولي عهد وټاکه او په دې اړه يې د خلکو هغه اندېښنې او هيلې عملار ردکړې، چې خلکو يې تمه لرله.

ملک سلمان وويل، چې د پخواني پاچا عبدالله فرمانونو او اصولو ته به ژمن وي او د خلکو هغه وړاندېوينې او خبرې يې رد کړې، چې شاهي کورنۍ په دې سلا کړې، چې د ملک عبدالله زوی به نوی ولي عهد وي.

د پخواني پاچا ملک عبدالله زوی شهزاده متعب زوی او د هغه ايتلافي خالد التويجري په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې د نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز کورنۍ او بهرنۍ پاليسي به څه وي؟

پر شهزاده محمد بن نايف ډېر باور او هغه د کورنيو چارو وزير ټاکل دا معنا لري، چې ملک سلمان هېواد کې دننه د جهادي فکر او ډلو پر ضد عمليات نور هم زياتوي او پخوا چې موږ د ملک سلمان په اړه اوريدل، چې اسلامپال دی، دا خبره له مبالغې ډکه وه. هو نوموړی له دولتي ملايانو سره جوړ دی او رښتينو دعوتګرانو او علماوو سره يې نه لګي.

د سعودي عربستان تر ټولو ستره کورنۍ ستونزه دا ده، چې بودجه يې د تېلو د بيې د راپرېوتو له امله له نيمې هم «۲۰۰ ميليارده ډالر»راکمه شوې ده.

او سعودي نه غواړي، چې «اوپيک» کې د خپلو تېلو صادرات کم کړي.
د سعودي ځوانانو کې د بې کارۍ کچه تر ۳۰ سلنه لوړه ده او ډېری ځوانان يې د اسلامي دولت او القاعده جهادي ډلې فکري لارويان دي.

په بهرني سياست کې د سعودي نوی پاچا له سختو ننګونو سره مخ دی هغه دا چې يمن کې شيعه ايران پلوه ملېشې قوي شوي او د دوی پلوي «حزب الاصلاح» ګوند بيخي کمزوری شوی او اوس دوی په يمن کې داسې څوک نه لري، چې باور پرې وکړي او د دې تر څنګ سوريې او عراق کې هم د دوی بهرنی سياست ناکام ښکاري.

دا ډېره لرې نه ده، چې ملک سلمان بن عبدالعزيز دې د خپل بهرني سياست په ترڅ کې له سوريې په تدريجي توګه راووځي؛ ځکه چې نوموړی د سوريي له ولسمشر بشارالاسد سره هيڅ ستونزه نه لري او د ايران په اړه کېدای شي د دوی په سياست کې هيڅ تغيير را نه شي، چې ايران خپل تر ټولو ستر دښمن بولي.

کېدای شي د نوي پاچا نوې بهرنۍ پاليسي د خليجي هېوادونو او ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو ټينګار وکړي، په ځانګړې توګه قطر سره او هڅه به کوي، چې مصر سره خپلې اړيکې نورې هم قوي کړی؛ ځکه چې د عبدالله له لوري ملک سلمان د سعودي او مصر اړيکو مسؤول وو.

سعودي عربستان په يوه انتقالي مرحله کې دی او کېدای شي په کورني او بهرنی سياست کې يې بشپړ تغييرات راشي او راتلونکي وختونه د شک او ګومان هغه ورېځې له منځه يوسي، چې لا هم خلک ورته د شک په نظر ګوري او د تېرو څلورو کالو راهيسې، چې د پخواني پاچا د ناروغۍ له امله ځينې مهم کارونه او پرېکړې پاتې وې، کېدای شي، ملک سلمان يې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x