افغانستان

خوست: د ګربزو ولسوالۍ لپاره سیمه اییزه شورا جوړه شوه

khost_shoraنن ورځ په همدې موخه په جوړوشویو مراسموکې خوست ځایې چارواکو، قومي مشرانواو دیني علماکراموبرخه اخیستي وه.

په مراسموکې وینا والو ددې شورا پراړتیا او اهمیت خبرې وکړې او دغه شورا ددې ولسوالۍ د پرمختګ لپاره یوښه چانس وباله.

د کربزو ولسوالۍ ولسوال ولي شاه همت ددې شورا د پرانیستوله امله د خوښۍ ترڅنګ وویل چې دغه ولسوالي یوه سرحدي ولسوالي او په کارده چې ورته نورکارونه هم ترسره شي.

مراسمو ته په خبروکې خوست والي عبدالجبارنعیمي ددې شورا پرارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه شورابه له دولتي چارواکوسره د ولس په هره برخه کې مشوره کوي او د دوی په مشوره کارونه ترسره کیږي.

نعیمي وویل چې ددې شوراپه جوړیدا سره به لانورهم د خلکواو دولت ترمنځ شته فاصله راکمه او پرمختیایې کارونوته به لارهواره شي.

د یادونې وړده چې دغه شوراګانې د ټولنیزې پرمختیایې ادارې له خوا جوړیږي چې یوه سیمه اییزه شورا ۳۵ تنه غړي لري.

داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په خوست کې ۵ سیمه اییزې شوراګانې د خوست په سپېره ، تڼیو ، ځاځي میدان ، نادرشاه کوټ او اسماعیل خېلواو مندوزیو ولسوالیوکې فعالیت درلود چې په دې سره یې شمېر ۶ ته پورته شو.

نوښت خوستی خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x