دفاع وزارت: د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې، ۴مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دریو ورځو کې په ځینو ولایتونو کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي او ګڼ طالبان يې هم له منځه وړي.

د خبرپاڼې له مخې په کندهار، روزګان او کندوز ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د اردو شپږ عسکر وژل شوي او د دوی په خبره اوه لس تنه طالبان يې وژلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د کندوز په امام صاحب او خان اباد ولسوالیو کې د طالبانو د اربکیانو ترمنځ د خونړیو بریدونو پرلپسې خبرونه ورکول کېږي.

طالبانو په تازه راپورونو کې ویلي چې تېره ورځ يې د کندوز په امام صاحب ولسوالي کې یو رینجر موټر بشپړ تخریب کړی او نهه عسکر يې ځای پر ځای وژلي.

په ورته وخت کې طالبان وايي چې د کندوز ولایت مرکز ته څېرمه په کیلچي سیمه کې يې هم یو عسکر وژلی او درې نور ټپیان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د