افغانستان

د افغانستان بانک رياست نوماند له ولسي جرګې وويستل شو

نن ټکی اسيا (شبنه، سلواغې۳مه، ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې ته د افغانستان بانک رياست نوماند خليل صديق راتلو، د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه راوپارول او وکيلانو وويل، چې دوه ګوني تابعيت لرونکي نوماندان ولسي جرګې ته لېږل د دوی سپکاوی دی او هيڅکله به د باور رايه ور نه کړي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو وويل، چې دوه ګوني تابعيت لرونکي نوماندان نه شي کولای، چې د رايه اخيستو لپاره ولسي جرګې ته راشي.

د ولسي جرګې اداري هيئت وکيلانو ته وويل، چې د ولسي جرګې پرېکړه يوازې د دوه تابعيته وزيرانو په اړه ده او دا قانون د افغانستان بانک پر رييس نه عملي کيږي.

د اداري هيئت د څرګندونو له امله وکيلان په دوو برخو وويشل شول، چې د افغانستان بانک رييس د دوه تابعيتونو له امله د باور له رايې نه محروميږي او نورو وکيلانو ويل، چې افغانستان بانک هم د کابينې برخه ده او رييس يې بايد دوه تابعيته ونه لري.

د وکيلانو لفظي شخړه وروسته د ښځينه وکيلانو شکيبا هاشمي او ليلما ولي تر منځ په فزيکي شخړه واوښته.

امنيتي ځواکونو د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په امر دواړه وکيلانې له تالاره وويستې او خليل صديق ته يې هم امر وکړ، چې له تالاره ووځي.

د ولسي جرګې اداري هيئت وايي، چې د ګډ حکومت د نوماندو وزيرانو له ډلې اته يې دوه تابعيته لري او دوی به هيڅکله دوه تابعيته نوماندانو ته رايې ور نه کړي.

د ولسي جرګې وکيل کمال ناصر اصولي وايي، چې دوه تابعيته نوماند وزيران اته نه، بلکې ديارلس دي.

يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې د ولسي جرګې ښځينه وکيلانو شکريه بارکزۍ او ارشاد هيلي په ګډون ګڼ وکيلان د ولسي جرګې غړي هڅوي، چې دوه تابعيت لرونکو نوماندانو وزيرانو ته رايه ورکړي.

شکريه بارکزۍ وايي، چې دوه تابعيته نوماندان کولای شي، چې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړي او په دې اړه يې د وکيلانو انکار له قانونه سرغړاوی وباله.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشرانو يوازې د ماستري او دکتورا لرونکي کسان وزيران نومولي او د هغوی اخلاقي، ملي او ديني اخلاق يې په نظر کې نه دي نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x