ټکنالوژي

سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) د مارچ په میاشت کاروونکو ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۳ل): ټکنالوژي څیړونکو او کارپوهانو په وینا د سامسنګ کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون به د دغې کمپنۍ نور سمارټ فونونو په پرتله ډير زیات غوره وي.

سامسنګ کمپنۍ خپل دغه نوی سمارټ فون کې د کامرې په برخه کې ډير زیات کار کړی چې له همدې امله سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ به له ۲۰ میګاپکسله کامرې سره کاروونکو ته وړاندې شي.

کوریايي رسنیو په وینا د دغې سمارټ فون کارمره به ډیر پیاوړی او نسبت د نورو کمپنیو سمارټ فونونو ته به ډیر زیات اپشنونه او ځانګړتیاوې ولري.

سامسنګ کمپنۍ غواړي چې خپل دغه نوی او پیاوړی سمارټ فون د همدې کال په مارچ میاشت کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

د دغې کمپنۍ په وینا روان کال له اقتصادي پلوه یوه غوره کال دی نو په همدې اساس غواړي خپل نوی سمارټ فون له ټاکل شوي مودې څخه هم څو اونۍ مخکې کاروونکو ته وړاندې کړي.

د سامسنګ کمپنۍ څرګندونو پر بنسټ به کاروونکي ډیر ژر د دغې سمارټ فون اعلانونه وویني. دغه سمارټ فون به د روان کال د مارچ میاشتې له نندارتون څخه وروسته بازار ته وړاندې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سامسنګ کمپنۍ اکثره موبایلونه له سختې ماتې سره مخ شول او دغه کمپنۍ يي ډیر زیات زیانمن کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x