افغانستان

طالبان: دښمن غواړي خپلو لاسپوڅو ته حوصله ورکړي

نن ټکی اسيا (شنبه، سلواغې۴مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د دوی له لوري ټاکل شوی ولسوال له دولت سره یو ځای شوی دی.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د غور د تولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال «مولوي عبد القدیر» افغان حکومت ته تسلیم شوی دی.

خو طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې د مولوي عبد القدیر په نامه کوم مسؤول یا ولسوال اصلا لري نه.

په اعلامیه کې دولت ته د تولک ولسوال تسلمیدل «محض دروغ» بلل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې که څوک د یادې ولسوالۍ لپاره د دوی د ولسوال په اړه معلومات غواړي نو مخامخ دې د تلیفون له لارې ورسره اړیکه ونیسي.

طالبان وايي چې مخالف لوری یې په تولک ولسوالۍ کې له سختو مشکلاتو سره مخ کړی نو ځکه په دا ډول راپورونو سره غواړي «خپلو اجیرانو» ته حوصله ورکړي، او په وینا یې له خپلو لوړپوړو بادارانو څخه یو څه ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x